'د عراق له جګړې وړاندې امریکا له ایران سره سلامشوره کړې وه'

زلمی خلیلزاد د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی خلیلزاد په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا دیپلومات پاتې شوی

د امریکا د مخکیني ولسمشر جورج بوش د ادارې یوه چارواکي ویلي، په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له برید وړاندې واشنګټن له ایراني چارواکو سره اړیکې نیولې وې چې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

د ''نیویارک ټایمز'' ورځپاڼې د راپور پربنسټ، افغانستان کې زیږېدلي امریکايي دیپلومات زلمي خلیلزاد دا موضوع په خپل کتاب ''استازی'' کې راوړې، چې امکان لري دا کتاب ژر خپور شي.

د راپور له مخې، ښاغلي خلیلزاد - چې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی پاتې شوی – په خپل کتاب کې لیکلي: ''موږ له ایران دا ژمنه اخیستل وغوښتل، که چېرې د امریکا جنګي الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ناڅاپي ننوځي، باید برید پرې ونه کړي''.

ده دا هم لیکلي چې: ''موږ دا هیله هم لرله چې ایران عراقي شیعه ګان په عراق کې د نوي دولت په جوړښت کې رغنده ګډون ته وهڅوي''.

ددغو رپوټونو پربنسټ، ښاغلي خلیلزاد د سپینې ماڼۍ په امر په هغه وخت کې ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي محمد جواد ظریف سره مطرح کړې وې.

ددغه راپور پر اساس، دواړو غاړو د سویس په ژنیوا ښار کې سره وکتل؛ چې تر اوسه یې دا کتنه پټه پاتې شوې وه.

ددغې کیسې په تړاو ښاغلي خلیلزاد ښاغلي ظریف ته وویل، د بوش اداره بغداد کې د یوه دیموکراتیک دولت جوړېدو په درشل کې ده.

نیویارک ټایمز ددغه کتاب په حواله لیکلي: ''خو د امریکایانو او ایرانیانو ترمنځ لوی اختلاف په عراق کې د نوي دولت د جوړښت د څرنګوالي په اړه و''.

ښاغلي خلیلزاد په خپل کتاب کې دا هم راوړي چې ''ښاغلي ظریف له جګړې وروسته په عراق کې د ادارې د څرنګوالي په اړه خپلې آیډیاوې لرلې. هغه ویل چې د عراق امنیتي بنسټونه باید له سره جوړ شي، او د صدام د ''بعث'' ګوند د مخکینیو غړو د چاڼولو غوښتونکی و. نوموړي د امریکا له خوا د عراق له ښکېلاک سره هم مخالفت کاوه''.

د خلیلزاد په وینا، دغو خبرو پر عراق د جګړې له پیلېدو (د ۲۰۰۳ کال له مارچ) میاشتې وروسته هم دوام درلود، خو د ۲۰۰۳ په مې میاشت کې وروسته تر هغه خبرې پای ته ورسېدې، چې د بوش دولت ایران د القاعدې شبکې هغو غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړ، چې په سعودي عربستان کې په ترهګریزو بریدونو تورن وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د خلیلزاد په وینا، دغو خبرو پر عراق د جګړې له پیلېدو ( د ۲۰۰۳ کال له مارچ) میاشتې وروسته هم دوام درلود

په سعودي کې د القاعدې په برید کې لږترلږه ۸ امریکایان وژل شوي وو.

ورته مطالب