'ایران پر امریکا یې ۳۲ ټنه درنې اوبه خرڅې کړې دي'

د انځور حقوق AP

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي وایي، هېواد یې تر اټومي هوکړې وروسته، د اراک په ریکټور کې یوه اندازه تولید شوې درنې اوبه پر امریکا خرڅې کړې دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي عراقچي د سه شنبې په ورځ وویل، "۳۲ ټنه درنې اوبه مو پر امریکا هم خرڅې کړې دي."

عراقچي چې د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د شوې اټومي هوکړې د څارنې مسوول دی، ددغو صادراتو د مالي اړخ په اړه خبرې ونه کړې.

ښاغلي عراقچي همداراز وویل، هېواد یې د اټومي هوکړې د پلې کېدو له وخته – تېرو ۵۰ ورځو کې – ۱۰ ټنه بډای شوي یورانیم پر روسیې پلورلي دي.

د ایسنا نیمه رسمي خبري اژانس د راپور له مخې هغه ویلي، "موږ د اټومي موادو نړیوال بازار ته ننوتي یو. ۱۴۰ ټنه ژیړ کېک مو له روسیې او ۶۰ ټنه نور مو له قزاقستانه پېرلي او تقریبا ۱۰ ټنه ۳،۵ سلنه غني شوي مواد مو پر روسیې خرڅ کړي دي. په حقیقت کې موږ د اټومي موادو د صادروونکي په توګه نړیوال بازار ته ننوتي یو."

دا ټولې معاملې د اټومي هوکړې تر پلې کېدو وروسته د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په هدف ددې پروګرام اړوند بندیزونو لرې کېدو په بدل کې شوې دي.

درنې اوبه چې د هایدروجن له یوه ایزوتوپ نه تولیدېږي، په روغتیایي برخه کې کارول کېږي، خو همداراز کېدای شي ترې د پلوتونیمي وسلې په جوړولو کې کار واخستل شي.

اسوشیتد پرس د راپور له مخې، ایران په جنورۍ میاشت کې هیله ښوولې وه چې د اراک ریکټور اضافه تولید شوې درنې اوبه د یوه درېیم ګړي هېواد له لارې د څېړنیزو هدفونو لپاره پر امریکا وپلوري.

دې هېواد هغه مهال وویل، په جنوبي کارولینا کې د "ساوانا ریور ملي لابراتوار" د اراک درنو اوبو خالص والی تایید کړی دی.

د انځور حقوق AP

د اټومي هوکړې له مخې، ایران د اراک درنو اوبو ریکټور د حساسو برخو د تړلو په صورت کې له دې ریکټور څخه د ګټې اخستنې امکان وموند.

ایران د اراک درنو اوبو ریکټور زړه له کانکرېټه ډک کړی، نو په دې توګه دا هېواد کولی شي په دې ریکټور کې د درنو اوبو تولیدولو ته دوام ورکړي چې وړاندوینه کېږي کال کې ۲۰ ټنو ته ورسېږي.

ایران وایي، له دې درنو اوبو نژدې ۶ ټنه دننه په هېواد کې د روغتیایي لګښت لپاره کاروي او هیله من دی نور یې صادر کړي.

عراقچي همداراز د اټومي هوکړې پلې کېدو اغیزو ته په اشارې سره وویل، "په دې موده کې ډېره اندازه پیسې هېواد ته راغلي دي چې یو قلم یې ۱۲ میلیارد ډالره ده او دا کار تر اټومي هوکړې (برجام) وړاندې د ژنو هوکړې له مخې شوی دی."

هغه د ایران بلاک شویو سرو زرو آزادېدو ته په اشارې وویل، "ددې سرو زرو د ۱۳ ټنو ستونزه تر برجام وړاندې حل شوه. تر برجام وړاندې بهر کې زموږ ټولې پیسې ازادې شوې او اوسمهال یې د لګولو واک د مرکزي بانک او زموږ د هېواد په لاک کې دی. دا چې دا پیسې هېواد ته راشي که نه، دویم بحث دی، خو مساله دا ده چې دا پیسې اوس ازادې شوې دي او اختیار یې د مرکزي بانک په لاس کې دی."

ورته مطالب