پنتاګون: د "اسلامي دولت" جګپوړی قومندان ویشتل شوی

ابو عمر الشیشاني په 'اسلامي دولت' ډله کې مشهور قومندان دی د انځور حقوق AP
Image caption ابو عمر الشیشاني په 'اسلامي دولت' ډله کې مشهور قومندان دی

د امریکا دفاع وزارت "پنتاګون" ویلي، د "اسلامي دولت" ضد ایتلاف ځواکونو د دغې ډلې یو مشهور قومندان ابو عمر الشیشاني په هوايي برید کې په نښه کړی، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

پنتاګون وايي، ابو عمر الشیشاني په اصل کې د ګرجستان دی چې په سور ږیري شهرت لري، او امکان لري چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دې وژل شوی وي.

امریکايي چارواکو ویلي، شیشاني د "اسلامي دولت" ډلې په جوړښت کې "د جګړې وزیر" ګڼل کېږي.

پنتاګون زیاتوي، ایتلافي ځواکونو پر الشیشاني د عراق په الشدادي ښار کې برید کړی.

خو تر اوسه د نوموړي د مرګ یا ژوندي پاتې کېدو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي. دوو امریکايي چارواکو ویلي د برید په اړه څېړنې روانې دي او د الشیشاني برخلیک لاهم ناڅرګند دی.

رویټرز خبري آژانس د کردي ولسي ملاتړ د کنډک – چې د "اسلامي دولت" پرضد په الشدادي کې جنګېږي - د یوه چارواکي له قوله ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې الشیشاني وژل شوی، خو نور جزییات نه لري او نه هم کومې بې پرې سرچینې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی.

الشیشاني وړاندې د سوریې په شمال کې د داعش پوځي مسؤول و.

نوموړی د "اسلامي دولت" د شورا غړی دی، چې په ۲۰۱۴ کال د داعش له خوا په یوه خپره شوې وېډیو کې د دغې ډلې د پوځي قومندان په توګه معرفي شوی.

د انځور حقوق Alamy
Image caption الشیشاني وړاندې د سوریې په شمال کې د داعش پوځي مسؤول و.

د نوموړي په اړه دا هم ویل کېږي چې د "اسلامي دولت" د مشر او خلیفه ابو بکر البغداډي نژدې پوځي سلاکار دی، چې ملاتړي یې وايي البغدادي ته باوري سړی بلل کېږي.

الشیشاني په دغې ډلې کې ډېر سخت دریځه مشر و، همدا وو چې د امریکا متحدو ایالتونو یې د نیول کېدو پر سر ۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

ورته مطالب