م.م. وايي سوريه کې په موقت حکومت جنيوا کې خبرې کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د سوريې لپاره د ملگرو ملتو ځانگړى استازى دېمېستورا هيله ښودلې ده چې دې خبرو کې به په ټاکنو هم خبرې کېږي.

ملگرو ملتونو تمه ښکاره کړې ده چې د دوى په ټکو د سولې د پام وړ خبرې به د دوشنبې په ورځ پيلېږي.

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټيفن ديمېستورا په جينوا کې د خبرو پر مهال وويل دغه خبرې چې د مارچ تر ٢٤ به دوام کوي، برخه وال به د نوي قانون جوړول، انتقالي ادارې رامنځ ته کولو او ټاکنو ترسره کولو باندې غږېږي.

خو دا لا نه ده معلومه چې په دې خبرو کې به کومې ډلې برخه اخلي. د اپوزيسون ځينو ډلو ويلي دي په دې اړه چې دغو خبرو کې شريک شي تر دې دمه يې تصميم نه دى نيولى.

خپله له سوريې څخه راپورونه وايي هغه اوربند چې ١٢ ورځې وړاندې پيل شوى، دومره سرغړونې ترې کېږي چې د جگړې کچې ته راټيټ شوى دى.

دې اوربند، په کلابندو سيمو کې لسگونه زره ايسار کسانو ته د مرستو رسوولو کې مرسته کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption ددې نوو خبرو اعلان په داسې وخت کې شوى دى چې امريکا وايي سوريه کې يې اسلامي دولت په نوم ډلې يو جيگپوړى قوماندان عمر الشيشاني وژلى دى

بل خوا د امريکا پوځ وايي په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې يو جيگپوړى قوماندان عمرالشيشاني په هوايي بريد کې په نښه کړى دى.

چارواکي وايي د دې ډېر امکان دى چې هغه وژل شوى وي.

خو په سم لاسي دول داعش په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا بريد د جمعې په ورځ ترسره شوى و، د راپورونو له مخې نوموړي سره ١٢ نور کسان هم وژل شوي دي.

امريکا د هغه په سر د پنځو ميليونه ډالرو انعام اعلان کړى و.

ورته مطالب