د امنیت شورا بندیزونه؛ چین د شمالي کوریا کښتۍ تحریموي

د انځور حقوق AP

د چین حکومت پرېکړه کړې چې د چین بندرونو ته د شمالي کوریا د کښتیو ننوتل منع کړي.

چینایي رسنیو د راپور له مخې په پیکنګ کې د لوړپوړو چینایي چارواکو په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په لړ کې به یې هېواد خپلو اوبو ته د شمالي کوریا د کښتیو ننوتو مخه ونیسي.

د روان کال جنورۍ میاشتې په شپږمه، شمالي کوریا د څلورم ځل لپاره اعلان وکړ چې یو اټومي بم یې ازمایلی دی او غربي سرچینو هم د یوې اټومي انفجاري وسیلې چاودېدل تایید کړل. همداراز د فبرورۍ په ۷ مه شمالي کوریا وویل چې د توغندي ازموینه یې کړې ده.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق پر شمالي کوریا د بندیزونو د پراخولو یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

چین د شمالي کوریا له محدودو ملګرو شمېرل کېږي چې پر شمالي کوریا د نوي پرېکړه لیک له پلې کېدو سره یې مخالفت ونه کړ.

ددې پرېکړه لیک په تصویب سره د ملګرو ملتونو غړي اړ کېږي چې شمالي کوریا ته په کښتیو او الوتکو کې لېږدېدونکي توکي وارزوي، ترڅو ډاډمن شي چې پوځي توکي پکې نشته.

دغه پرېکړه لیک کې شمالي کوریا ته د ډبرو سکرو او د اوسپنې تېږو صادرات او له دغه هېواده ددغو توکو پېرل منع کوي خو یواځې د خلکو د "اړتیا په اندازه" اجازه ورکوي.

ددغه پرېکړه لیک په تصویبېدو سره پر شمالي کوریا د سرو زرو، تیتانیم او کمیاب معدني مواد، د الوتکو او راکټونو سون توکي بندېږي. له دې جلا به د شمالي کوریا د بانکي اړیکو په اړه محدودیتونه هم پلې شي او دې هېواد ته به د منع شویو توکو پر وړونکو الوتکو هم بندیز ولګول شي.

پر شمالي کوریا د اټومي او راکټي پروګرامونو له امله وړاندې هم نړیوال سیاسي او سوداګریز بندیزونه شته او نوي بندیزونه به پر دغه هېواد فشار لا زیات کړي.

د بندیزونو تر وضع کېدو څو ساعته ورسته شمالي کوریا د بحر پر لورې د لنډ واټن شپږ توغندي و توغول.

دا ازموینه د جنوبي کوریا او جاپان له سخت غبرګون سره مخ شوه.

تېره ورځ هم د شمالي کوریا رسنیو ددې هېواد د مشر کیم جونګ اون له قوله خبر ورکړ چې ددې هېواد ساینسپوهانو وړې هستوي سروکي ډیزاین کړي چې په اسانۍ سره په بالسټیک توغندیو کې ځای پرځای کېږي.

ورته مطالب