امریکا: د 'اسلامي دولت' کیمیاوي وسلو کارپوه مو نیولی

'اسلامي دولت' د انځور حقوق
Image caption 'اسلامي دولت' ډله د سوریې او عراق پر ګڼو سیمو واکمنه ده

امریکايي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، د 'اسلامي دولت' ډلې د کیمیاوي وسلو یو کارپوه سلیمان داود العفاري یې نیولی دی.

امریکايي رسنیو د عراقي او امریکايي سرچینو په حواله ویلي، نیول شوی کس د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ پرمهال هم د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په برخه کې کارپوه و.

اټکل دی چې سلیمان داود العفاري تېره میاشت نیول شوی.

د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګون' بي بي سي ته ونه منله، چې ګني العفاري دې نیول شوی وي.

خو د پنتاګون ویاند مني چې ځانګړو امریکايي خواکونو په عراق کې د 'اسلامي دولت' ډلې پروړاندې عملیات پیل کړي دي.

امریکايي سرچینو 'نیویارک ټایمز' ورځپاڼې ته ویلي العفاري امریکايي مستنطقینو ته ویلي، چې په ماینونو کې یې خردل ګاز کارولی دی.

تېره میاشت د کیمیاوي وسلو د بندیز اړوندې ټولنې ویلي وو، د ګوګړ ګاز پر کردي ځواکونو کارول شوی، چې د امریکا متحدو ایالتونو د کارولو پړه پر 'اسلامي دولت' ډلې اچولې ده.

رپوټونه وايي، العفاري وړاندې د جنګیالیو د مسلح کولو د پلاوي مخکینی غړی و، چې د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال یې کار کاوه.

دا هم ویل کېږي چې په اتیایمه لسیزه کې د کردانو پرضد زهرجن ګاز کارول شوی دی.

نیویارک ټایزم د امریکا د دفاع وزارت د یوې سرچینې له قوله ویلي، العفاري د عراق په شمال اربیل کې بندي دی.

سرچینه وايي، نوموړی امریکايي څېړونکو ته ویلي، چې څرنګه به یې زهرجن ګاز کاراوه او په ماینونو کې به یې ګټه ترې اخیسته.

خردل ګاز تر ډېره پر پوستکي، سترګو او د ساه اخیستو پر سیستم او د بدن د ننه پر غړو ناوړه اغېز کوي.

ورته مطالب