د ټرمپ له کرکې پر ډکو څرګندونو تازه نیوکې شوې

وړاندې هم پر ډونالډ ټرمپ کلکې نیوکې شوې د انځور حقوق Reuters
Image caption وړاندې هم پر ډونالډ ټرمپ کلکې نیوکې شوې

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د جمهوریت غوښتونو له ډلې څلورو پاتې نوماندانو په یوه تلویزیوني مناظره کې برخه واخیسته.

تر نورو مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ له دې امله د خپلو سیالانو تر نیوکو لاندې راغی چې ویلې یې دي مسلمانان له امریکا کرکه کوي.

کروز ، مارکو او روبیو هم پر هغه له دې امله نیوکه وکړه چې له فلسطینیانو سره خواخوږي لري.

ټیډ کروز وویل، دی د ټرامپ په څېر د اسرائيلو په برخه کې بې پرې نه دي:

''د ولسمشر په توګه به زه بې پرې نه یم، همدا اونۍ یو پخواني تجربه لرونکی پوځي په اسرائيلو کې د یوه فلسطیني له خوا ووژل شو. د پوځ داسې اعلی قوماندان ته اړتیا نه لرو چې د فلسطیني ترهګرو او د یوه پیاوړي ملګري هېواد ترمنځ بې پرې اوسي''.

ټیډ کروز پر ټرمپ د نیوکې ترڅنګ وویل یوازې دا خبرې چې ''چین ښه دی که اسلام ښه دی'' ستونزه نه شي حل کولی.

روبیو پر ټرمپ د کلکې نیوکې ترڅنګ وویل: ''ولسمشران نه شي کولی هرڅه وغواړي هغه ووايي. دا ډول کرنه غبرګونونه راپاروي''.

د ولسمشریزو منډو ترړو په درشل کې د اسلام او مسلمانانو په تړاو د ټرمپ تندو خبرو یولړ لانجمن بحثونه راپورته کړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

وړاندې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د جمهوري ګوند پر نوماند ډونالډ ټرامپ کلکه نیوکه کړې ده.

د انځور حقوق Getty

پاپ وايي ''هغه څوک مسیحي نه دی، چې یوازې د دېوالونو جوړولو په اړه فکر کوي... او د پلونو جوړولو په اړه سوچ نه کوي''.

تر هغه وړاندې، د سعودي شهزاده ولید بن طلال ډونالډ ټرمپ د '' امریکا لپاره شرم'' ګڼلی و، خو ټرمپ بیا بن طلال یو ''بې عقل'' انسان بللی.

ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب