م،م: جنسي تېری کوونکي سوله ساتي دې محاکمه شي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سمنتا پاور وايي د دې مسودې له مخې به هغه پوځیان ګوښه کړای شي چې جرم پرې ثابت شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه مسوده تصویب کړې چې له مخې به یې د هغو ادعاوو په اړه پلټنې وشي چې وايي د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو جنسي تېري کړې دي.

دا مسوده د هغه پلان ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون یې وړاندیز کړی دی.

د امنیت شورا ۱۴ غړو هېوادونو د مسودې ملاتړ کړی خو یوازې مصر یې پرضد رایه ورکړې ده.

مصر په دې مسوده کې د بدلون غوښتنه کړې وه چې رد شوه.

دغه مسوده په داسې حال کې تصویب شوې چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو پرضد د ماموریت پرمهال د جنسي تېري ادعاوې ډېرې شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمنتا پاور ویل د دې مسودې له مخې به هغه پوځیان ګوښه کړای شي چې جرم پرې ثابت شي.

"قرارداد په ښکاره وایي چې هغه سوله ساتونکي چې د جنسي تېري تورونه پرې ثابت شوي وي، د دې وړ نه دي چې د ملګرو ملتونو لخوا د سوله ساتنې په ماموریت وګمارل شي. البته د جرم د ثابتېدو خبره کېږي، نه دا چې یوازې دې تور پرې لګېدلی وي. دا هغو ټولو هېوادونو ته چې خپل پوځیان او پولیس په داسې ماموریتونو ګماري، یو ښکاره پيغام دی. دوی باید د دا ډول تورونو پر ضد ګام پورته کړي. باید مخه یې ونیسي او مجرمینو ته سزاوې وکړي. ملګرو ملتونو ته هم ښکاره پيغام دی چې باید په دې اړه بشپړې، کره، چټکې او بې طرفه پلټنې ترسره کړي."

آغلې پاور زیاته کړه چې د دې سرطان پرضد د یو څه کولو هوډ لري.

د نوموړې په وینا د جنسي تېریو ادعاوې د هغو خلکو له خوا شوي چې پر سوله ساتو ځواکونو یې باور کړی دی.

د یادونې ده چې دا د خپلې بڼې لومړنۍ مسوده ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تصویب کړې ده.

ورته مطالب