جرمني کې سیمه ییزې ټاکنې؛ د میرکل 'سیاستونو ازمایښت'

د انځور حقوق Reuters

جرمنیان نن یکشنبه (مارچ ۱۳مه) د هېواد په درېیو برخو کې د رایو صندوقونو ته ورځي او په سیمه ییزو ټاکنو کې خپله رایه کاروي.

د کتونکو په وینا، دا سیمه ییز انتخابات د کډوالو په اړه د لومړي وزیرې انګیلا میرکلد سیاستونو ازمایښت ګڼل کېږي.

تمه کېږي د "اې ایف ډي" ګوند چې د کډوالو مخالف سیاست لري، وکولی شي د انګیلا میرکلد "خلاصو دروازو" سیاست پروړاندې په دې ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړي.

تېر میلادي کال کې تر یوه میلیون ډېر کډوال جرمني ته ورغلي دي، خو ځېنې د دولت لخوا د کډوالو منلو سیاست مخالف دي او ځېنې تندلارو خو آن د کډوالو پروړاندې په تاوتریخوالي هم لاس پورې کړی دی.

وړاندې د جرمني پولیسو وویل، تېر کال (۲۰۱۵) د کډوالو پر مېشت ځایونو بریدونه تر وړم کال (۲۰۱۴) پنځه برابره زیات وو.

تر ټاکنو د وړاندې نظر پوښتونو پر بنسټ د انګیلا میرکلد مسیحي اتحاد دیموکرات ګوند (سي ډي یو) به د جرمني په ختیځ "ساکسونی-آنهالت" کې لوی ګوند وي.

همدا راپورونه ښيي چې د جرمني د لومړي وزیرې ګوند د هېواد په لویدیځ "بادن-ورتمبرگ" سیمه کې زرغونیانو ماته وخوري. د مېرمن مرکل ګوند په دې سیمه کې اوسمهال تر ټولو لوی ګوند دی.

په درېیمه سیمه "راینلند-پالاتینیت" کې چې ټاکنې پکې ترسره کېږي، د ډېرې نژدې سیالۍ رپوټونه ورکړي شوي دي.

ورته مطالب