مصری ویبلاګ لیکونکی ښځو ته د سپکاوي په تور بندي شو

السبکي د انځور حقوق courtesy of CBC
Image caption السبکي پرې لګول شوي تورونه ردوي، او دا نه مني چې ګني مصري ښځو ته یې سپکاوی کړی، خو وايي د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

په مصر کې محکمې یو مصری ویبلاګ لیکونکی تیمور السبکي په یوه تلوېزیوني پروګرام کې مصري ښځو ته د سپکاوي په تور په درو کلونو بند محکوم کړی دی.

السبکي په تېر دسمبر میاشت کې ویلي وو، د هغو مصري ښځو درېیمه برخه (۴۵ سلنه) خیانت ته مخه کوي، چې مېړونه یې بهر ته د کار لپاره سفر کوي.

د محکمې دغه پرېکړه د استیناف وړ ده.

السبکي پرې لګول شوي تورونه ردوي، او دا نه مني چې ګني مصري ښځو ته یې سپکاوی کړی، خو وايي د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

السبکي په ښکاره بښنه غوښتې ده.

پر خواله رسنیو پر السبکي ډېرې نیوکې وشوې او پر انټرنېټ د هغه وېډیويي خبرې ډېرې شریکې شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption السبکي په تېر دسمبر میاشت کې ویلي وو، د هغو مصري ښځو درېیمه (۴۵ سلنه) برخه خیانت ته مخه کوي، چې مېړونه یې بهر ته د کار لپاره سفر کوي.

تیمور السبکي تېره میاشت ونیول شو. نوموړی پر فېسبوک مشهوره 'یومیات زوج مطحون' په نامه پاڼه چلوي.

ورته مطالب