غوښې خوړلو د انسان د مخ تدریجي وده ګړندۍ کړه

د انځور حقوق Raul Martin MSF Science Photo Library

د اومې غوښې خوړل او د ډبرینو ابزارو جوړول ښايي د انسانانو د نسبتا وړوغاښونو او مخونو سبب شوی وي چې د انسانانو د لرغونو خپلوانو په پرتله واړه دي.

یوه وروستۍ څېړنه وايی چې د خوراک د پخولو رامنځته کېدل په مخکینیو انسانانوکې د ژامې او د ژولو د وړو عضلاتو د پېداکېدو سبب نه دی شوی بلکې د اومې غوښې خوړل او د ډبریینو ابزارو جوړول د ژامې د وړو عضلاتو سبب شوی دی. له همدې امله ښايي نور بدلونونه هم راغلي وي لکه د وینا لا ښه کېدل او حتی د ماغزو غټېدل. څېړونکو دا نتیجه اخیستې چې د خوراک پخول وروسته رواج شوي دي.

د هاروارډ پوهنتون پروفیسر ډانیل لیبرمن او ډاکټرې کېټرین زینک د طبیعت په مجلې کې د خپلو څېړنو نتیجې خپرې کړې دي.

د هومو یا لړمړنیو انسانانو فوسیلونه ډېر کم پېداکېږي. کله چې تقریبا دوه میليونه کاله پخوا د هومو ایریکټس نوع پېدا شو، انسانانو غټ ماغزه او غټ بدن درلود چې د ورځینۍ انرژي اړتیا يې زیاته وه.

خو برعکس د هغوې غاښونه واړه شول او د ژولو عضلات يې کمزوري شول. د هغوې کولمې هم د پخوانیو انسانانو په پرتله وړې وې.

د ژولو لپاره یو شی څېړونکي وايی چې د دې بدلونونو یو احتمالي دلیل یعني د خوراک پخول، تر ۵۰۰،۰۰۰ کاله پخوا زمانې پورې عام شوي نه وو. دا په دې معنا ده چې ښايي د خوراک پخولو، د وړو غاښونو او د ژامې یا د ژولو د وړو عضلاتو په رامنځته کېدو کې مهم رول نه درلوده.

پروفیسر لیبرمن وايي:"که لاړشئ او د شمپانزې یا بیزوګانوسره یو څه وخت تېرکړئ، وبه وینئ چې هغوي تقریبا د خپلې ورځې نیمه برخه په ژولو باندې تېروي،"

"د انسان د تکامل یا تدریجې ودې په یو پړاو کې، بو بدلون راغی- زموږ خوراک کم شو. دا بدلون د دوو عواملو له امله شونی دی: موږ د تېرو انسانانو په پرتله د لوړ کیفیت درلودونکي خوراکي شیان خورو، اوهم داسې خوراکي توکي خورو چې تر ډېره حده پروسس شوي یا په کې بدلون راوستل شوی دی. "

ساینسپوهانو پر یو شمېر انسانانو باندې د تجربې کولو په ترڅ کې هغوي ته د خوراک لپاره د غوښې ځینې نمونې او هغه ډول سبزیجات ورکړل چې ښايي مخکینیو انسانانو به د غوښې د خوړلو نه وړاندې خوړل، او د هغوې د ژولو توانايي يې و ارزوله.

د ژولو او د خوراکي توکو د ټوټې ټوټې کولو لپاره د اړتیا وړعضلي هڅو کچه یا اندازه يې معلومه کړه په دې معنا چې ګېډې ته د خوراک د تېرولو نه وړاندې پر ژولو او ټوټې کولو باندې څومره عضلي انرژي لګول کېږي.

د څېړنو موندنې ښيي چې د داسې خوراکي شیانو خوړل چې یو پر درېيمه برخه يې غوښه وي، او دا خوراکي شیان د ډبرینو ابزارو په وسیله پروسس شوي یا بدل کړل شوي وي- لکه د غوښې پرې کول او د نباتي توکو ټکول- ښايي مخکینیو انسانانو به ۱۷سلنه لږ ژول کول او د ژولوقوت به يې ۲۶سلنه لږ و.

پروفیسر لیبرمن او ډاکټرې زینک په خپلو لیکنو کې استدلال کړی او وايي: "ګومان کوو چې د غوښې خوراک تر ډېره حده په میخانیکي پروسس کولو پورې تړلی و چې د غوښې د پری کولو ټکنالوژۍ له لارې شونی دی.

"د سختو نباتي خوراکونو په پرتله چې مخکینیو انسانانو ته میسره وو، د کالوري د تولید لپاره د غوښې ژول لږعضلي قوت ته اړتیا لري، خو مخکې له دې نه چې تخمینا ۳،۳ ميلیونه کاله پخوا ډبرین ابزار جوړشي، د مخکینیو انسانانو غاښونه به دومره اغېزمن نه وو چې اومه غوښه وخوري، ټوټې يې کړي او ورڅخه ګټه واخلي. "