بابر احمد: له طالبانو مې ملاتړ 'ساده گي' وه

بابر احمد
Image caption بابار احمد: "له محاکمې پرته نهه نیم کاله زندان کې پروت وم".

بریتانیايی بابر احمد، چې په انټرنېټ کې د جهادي دعوت په برخه کې د یوه وتلي سړي په سترګه ورته کتل کېدل، چې له همدې کبله بندي هم شو، وايي، ''ساده'' وو چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تحریک ملاتړ کاوه.

۴۱ کلن بابر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، په ''پوره ادراک'' سره یې د القاعدې شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن لادن ملاتړ نه دی کړی.

بابر احمد په ۲۰۱۴ کال په امریکا کې وروسته تر هغه بندي شو، چې ټیک اته کاله یې له امریکا نه د وتلو او نه وتلو پرسر مبارزه کې تېر کړل.

احمد د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډله غندي او د خپل باور پر وړاندې یې یو ''ناشنا'' څیز ګڼي.

بابر احمد، چې په معلوماتي ټکنالوژۍ کې مخکیني کارکوونکی دی، مني چې په ۲۰۱۴ کال د ترهګریز عمل په مادي ملاتړ تورن شوی، او پر خپلې ګناه اعتراف کوي.

د ''عزام خپرونې'' په نامه وېبپاڼه کې یې - چې د جهادیانو ملاتړې ده، د طالبانو تحریک ته د پیسو او مرستو استولو په تړاو دوه مقالې هم خپرې کړې چې مسلمانان یې پکې هڅولي دي.

د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د بابر احمد په حق کې د بند پرېکړه وشوه، د پرېکړې له مخې باید ۱۲ کاله بندي شوی وای، لس کاله د بریتانیا په زندان کې، خو د ۲۰۱۵ کال په جولای کې له زندان نه خوشی شو.

امریکايي قاضۍ جانیت هول وویل، احمد د طالبانو په ملاتړ ریښتینې پښېمانۍ ښودلې ده، خو وايي ''له دې حقیقت نه تېښته نه شته چې تاسو په افغانستان کې د اسامه بن لادن په ملاتړ کې همکاري کړې ده''.

بابر احمد وايي، هغه وخت یې په ''پوره پوهه'' د اسامه بن لادن ملاتړ نه دی کړی، ځکه نه پوهېده چې د القاعدې شبکې د بنسټګر برخلیک به څه کېږي.

''زما په ژوند کې غوره پرېکړه''

په بریتانیا کې بابر احمد له کوم تور سره نه دی مخامخ شوی، خو مني چې ''د امریکايي قانون له مخې'' یو 'ترهګر' ګڼل کېږي:

''هغه وخت مې د ګناه احساس وکاوه، چې په زندان کې مې نهه نیم کاله له کومې محاکمې پرته تېر کړل. څه کم یو کال په یوه انفرادي خونه کې وم. دوی به راته ویل چې باید پر خپلې ګناه اعتراف وکړم او په یوه کال کې انګلستان ته ستون شم. همدا وو چې خبره مې یې ومنله''.

خو نوموړی ټینګار کوي چې ''محاکمې ته به راضي شم، ځکه چې شاید دوه کاله زنداني شم''.

د ''اسلامي دولت'' ډلې راپورته کېدو په اړه بابر احمد وايي: ''دا نه شم منلی چې د تلوېزیون په پرده دې د خلکو او خبریالانو تښتول او د هغوی د سرونو غوڅول وښودل شي. دا زما لپاره ناشنا کار دی. جهاد پر تاریخ، میراث او اسلامي عقیدې پورې اړه لري، جهاد یو سپېڅلی عمل دی چې هدف ترې د ترهګرو پروړاندې له بې ګناه کسانو دفاع کول دي. کله چې خلک د جهاد په نامه له ترهګرۍ او کړاو سره مخامخ شي، دا نو جهاد نه دی''.

بابر احمد څوک دی؟

  • ۱۹۹۶-۹۷: بوسنیا کې د بابر له تجربې وروسته هغه د عزام خپرندونو وېبپاڼه پیل کړه
  • ۲۰۰۰: دا وېبپاڼه پر امریکايي سرورونو وه
  • ۲۰۰۳: لندن کې ونیول شو
  • ۲۰۰۴: بیا وروسته په امریکا کې ونیول شو
  • ۲۰۱۴/ جولای: په ۱۲ نیمو کلونو بند محکوم شو
  • ۲۰۱۵/ جولای: تر خوشي کېدا وروسته بریتانیا ته یووړل شو

ورته مطالب