تین چیاو د میانمار نوی ولسمشر وټاکل شو

د میانمار (برما) پارلمان تین چیاو چې د آنګ سانګ سوچي له نږدیو ملګرو دی، ددې هېواد د نوي ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی چیاو چې د مېرمن سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ لپاره د ملي یووالي ګوند لخوا یې ملاتړ کېده، د برما لومړنی ولسمشر دی چې تر ۵۰ کلونو وروسته د ډموکراټیک بهیر له لارې ټاکل شوی دی.

۷۰ کلن چیاو د پارلمان په رای اچونه کې له ۶۵۲ رایو ۳۶۰ ترلاسه کړې.

د پوځ لخوا ملاتړ کېدونکي محافظه کار جنرال موینت سو ۲۰۰ رایې او د ملي اتحاد ګوند بل کاندید هنري فان تیو له ۷۹ رایو سره دوه نور کاندیدان وو چې په ټاکنو کې ونډه لرله چې په ترتیب سره د نوي ولمسشر لومړی او دویم مرستیالان وټاکل شول.

په پارلمان کې د ډموکراسۍ لپاره د ملي یووالي ګوند اکثریت ته په کتو، وړاندوینه کېده چې ښاغلی چیاو به ولسمشر وټاکل شي.

ویل کېږي چې د ولسمشرۍ لپاره د سوچي قانوني ممنوعیت ته په کتو، د ښاغلي چیاو په ټاکل کېدو سره به مېرمن سوچي عملا د هېواد واګې په لاس کې ولري. مېرمن سوچي، وړاندې هم ویلي وو چې هغه به تر ولسمشره "پورته" وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تین چیاو د "ډیموکراسۍ لپاره د ملي یووالي ګوند" د مشرې آنګ سانګ سوچي له نږدیو ملګرو دی.

د آنګ سانګ سوچي په مشرۍ د "ډیموکراسۍ لپاره د ملي یووالي ګوند" د پام وړ بریالیتوبونو سربېره چې په نومبر میاشت کې یې د میانمار په تاریخ کې نوی فصل پرانست، د هېواد اوسنی اساسي قانون له دې امله د مېرمن سوچي ته د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کولو اجازه ورنکړه چې اولادونه د برېتانیا تابعیت لري.

د برما د اوسني ولسمشر تین شین دوره د مارچ په پای کې پایته رسېږي.

په ۱۹۹۰ کال کې هم پارلماني ټاکنې په یوه اندازه پرانستې فضا کې ترسره شوې او د ډموکراسي لپاره د ملي یووالي ګوند وکولی شي د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړي، خو پوځ اعلان وکړ چې دغه ګوند ته د قدرت لېږد له ملي ګتو او ملي امنیت سره په ټکر کې دی او د ټاکنو پایلې یې باطلې کړې.

ورسره مېرمن سوچي د ۱۵ کلونو لپاره په کور کې نظربنده وه او یواځې یې د لنډې مودې لپاره د پوځ د سیاسي اصلاحاتو راوستو تر پرېکړې وروسته، خپله آزادي ترلاسه کړه.

ورته مطالب