له سوریې د روسي پوځیانو وتل پیل شول

د انځور حقوق RIA Novosti

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ په ناببره توګه اعلان وکړ چې دا هېواد په سوریه کې د خپلو پوځیانو "عمده برخه" وباسي.

هغه وویل، "د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو لپاره ټاکل شوی ماموریت په ټوله کې ترلاسه شوی بولم."

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، امر یې کړی چې ددې هېواد جنګي الوتکې له سوریې بېرته روسې ته ولېږدول شي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره الوتکې او پوځيان بېرته روسیې ته استول کېږي.

همداراز سوریه کې د روسي سرتېرو کره شمېره هم مشخصه نه ده، خو د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې امریکا هغوی شمېر د ۳۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ اټکل کړی دی.

د انځور حقوق AP

د روسیې دا ګام د لویدیځو هېوادونو له مثبت غبرګون سره مخ شوی چې ویلي یې دي دا به خبرو اترو لپاره د سوریې پر ولسمشر بشار الاسد د فشارونو ډېرېدو لامل شي.

په همدې حال په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سوریې مذاکراتو نوي پړاو پیلېدو دویمه ورځ ده.

ټاکل شوې ده نن د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی سټیفن ډیمسټورا د سوریې د سولې مذاکراتو په اړه خپل راپور خپور کړي.

روسیه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له کلکو ملاتړو دی.

ورته مطالب