فلوریډا کې د کلنټن او ټرمپ پرېکنده بریا؛ روبیو څنګ ته شو

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو مقدماتي پړاو سیالیو کې د سه شنبې په ورځ په پنځو نورو ایالتونو کې ټاکنې وشوې. پایلې ښيي چې ډونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن د فلوریډا په لوی ایالت کې پرېکنده بریا ترلاسه کړې ده.

د سه شنبې په ورځ په اوهایو، فلوریډا، شمالي کارولینا، ایلینوی او میزوري کې رایه اچونه وشوه.

سره له دې چې ښاغلي ټرامپ په فلوریډا کې ټاکنې وګټلې، خو د اوهایو په لوی ایالت کې یې له خپل سیال او ددې ایالت والي جان کیسیک نه ماتې وخوړه.

وړاندوینه کېږي چې ټرمپ په ایلینوی او شمالي کارولینا کې هم ګټونکی شي.

مېرمن کلنټن په فلوریډا، اوهایو، ایلینوی او شمالي کارولینا کې بریالتوبونو سره خپل مخکښ والی لا پسې پراخ کړ. په همدې حال کې د هغې سیال برني سېنډرز خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، وړاندې یې هم غیرمنتظره بریالیتوبونه لرلي او له سیالۍ څنګ ته کېدو نیت نه لري.

د انځور حقوق Reuters

بلخوا سناتور مارکو روبیو، په خپل ایالت فلوریډا کې تر ماتې وروسته، پرېکړه وکړه چې د ګوند د کاندیداتورۍ لپاره له سیالیو لاس په سر شي.

هغه چې په وروستیو اونیو کې له ښاغلي ټرمپ سره توندې لفظي شخړې درلودې، هغه ته په فلوریډا کې د بریالیتوب له امله مبارکي ورکړه او ویې ویل، امریکا د یوه "سیاسي توپان" په منځ کې ده او رایه ورکوونکي غوسه او ستومانه دي.

سناتور روبیو وړاندې ویلي وو، باید فلوریډا کې بریالی شي، ترڅو "د ټرامپ لخوا د ګوند کاندیداتورۍ برمته کولو" مخ ونیسي.

مېرمن کلنټن د سه شنبې په ورځ په شمالي کارولینا کې د ځان او ښاغلي سېنډرز د ټاکنیزو منډو ترړو ستاینه وکړه او د جمهوري غوښتونکو ترمنځ لفظي شخړې ته په اشارې سره یې وویل، هغې او سناتور سېنډرز "نورو ته د سپکاوي پرځای ... پر مسایلو تمرکز لري."

له بلې خوا ډونالډ ټرمپ چې د ګوند کاندیداتورۍ ګټلو هیلې یې ډېرې دي، د جمهوري غوښتونکي ګوند د تشکیلاتو له شدید مقاومت او د دیموکراتانو له غندنې سره مخ دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن کلنټن تېره اونۍ په شیکاګو کې تر ماتې وروسته یو مهم بریالیتوب درلود.

فلوریډا او اوهایو له دې نظره اهمیت لري چې ګټونکي به یې ټول ټاکنیز امتیازونه – ۹۹ استازي د فلوریډا لپاره او ۶۶ استازي د اوهایو لپاره – واخلي. د امریکا د پېچلي ټاکنیز سیسټم له مخې، همدا ایالتي استازي دي چې د جون میاشتې په غونډه کې به ګټونکي کاندید ته رایه ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د یو لړ تاوتریخجنو پېښو له امله چې د هغه په غونډو کې رامنځته شوې، د دیموکراتانو او خپله جمهوري غوښتونکو تر شدیدې نیوکې لاندې راغلی.

منتقدین وایي، د مسلمانانو او کډوالو په اړه د هغه توندې خبرې او خپلو غونډو کې د اعتراض کوونکو په اړه پاروونکو څرګندونو، تاوتریخوالو او د کرکې فضا ته لمنه وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي خپل ځان "د یو موټي کولو" عنصر ګڼي.

د امریکا کانګرس جمهوري غوښتونکی رییس پال رایان، د سه شنبې به ورځ "د تاوتریخوالي کمېدو لپاره د همغږۍ رامنځته کېدو" غوښتونکی شو او له سیاستوالو یې وغوښتل، داسې څه وکړي چې د رایه ورکوونکو ښه اړخونه او انساني معنویات راڅرګند کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په ټاکنیزو غونډو کې وروستیو رامنځته شویو پېښو نهیلی کړی او د "ویرې یا تاوتریخوالي هڅولو د پراختیا هره هڅه" ردوي.

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب