نايجريا کې ښځينه ځانمرگو بريدگرو ٢٢ کسان وژلي

د انځور حقوق BOKO HARAM VIDEO

د نايجريا پوځ وايي دوو ښځينه ځانمرګو بريدګرو د دغه هېواد د شمال ختيځ مايدوګوري ښار په يوه جومات کې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي الوزولی چې په ترڅ کې يې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

يوه عينی شاهد بي بي سي ته ويلي چې لومړۍ ځانمرګې بريدګرې په جومات کې دننه او دوهمې له جومات څخه بهر چاودنه کړې ده.

د پوځ په وينا په دغه پېښه کې ۱۸ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

مايدوګوري د "اسلامپالې اورپکې ډلې" بوکو حرام د رامنځ ته کېدو سيمه ده چې د چارواکو په وينا دغې ډلې له ۲۰۰۹ کال راهيسې له ۲۰ زرو ډېر کسان وژلي دي.

يوه بل عيني شاهد د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس ته ويلي "موږ له جومات څخه څو متره لري وو چې يو لوی اواز پورته شو او موږ يوازې ګرد او شاوخوا د مړو جسدونه ليدل".

د دغه جومات ملا د بي بي سي سيمه ييز خبريال ته ويلي چې چاودنه د سهار لمانځه له پیل کېدو لږ وروسته وشوه.

تېر کال ډسمبر مياشت کې د نايجريا ولسمشر محمد بوحاري بي بي سي ته ويلي وو، چې په "تخنيکي ډول نايجريا د بوکو حرام پر وړاندې جګړه ګټلې ده".

نوموړي ويلي و، "دغه اورپکې ډله نور نه شي کولی د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو پر واندې هغه پخواني بريدونه ترسره کړي".

د نايجريا پوځ ډېرې سيمې چې يو وخت د بوکو حرام ډلې تر ولکې لاندې وې اوس بېرته نيولي دي، خو دغه ډلې اوس هم امنيتي ځواکونو ته لوی ګواښ جوړ کړی دی.

له نویو چاودنو ښکاري چې بوکوحرام ډله اوس د امنيتي ځواکونو پر وړاندې بريدونو کې له پرمختللو چاودېدوکو توکو او وسايلو سربېره له ماشومانو او مېرمنو هم کار اخلي.

دغه ډله د نايجريا په ګاونډيو هېوادونو کې هم بريدونه ترسره کوي.