اردن کې د موټر چپه کېدو ۱۵ فلسطیني عمره کوونکي وژلي

دغه فلسطینیان عمرې ته روان وو د انځور حقوق AP
Image caption دغه فلسطینیان عمرې ته روان وو

رپوټونه وايي، د اردن په جنوب کې د فلسطیني عمره کوونکو د سپرلۍ یو موټر چپه شوی، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي.

پېښه د اردن جنوب معان سیمه کې شوې ا و۳۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د 'بترا' په نامه د اردن خبري اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي، د ځینو ټپیانو وضعیت هم ناوړه دی، چې شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي.

ټپیان د معان او شهزادګۍ رانیا حکومتي روغتونونو ته وړل شوي.

د اردن دفاعي چارواکي وايي، امکان لري موټر د چلوونکي د بې پامۍ له کبله چپه شوی وي.

پېښه د سعودي پولې ته څېرمه شوې.

ورته مطالب