د سوریې شمال کې کردان فدرالي نظام اعلانوي

کردي ملېشې د سوریې - ترکیې پر ګډه پوله (کول) د انځور حقوق Reuters
Image caption کردي ملېشې د سوریې - ترکیې پر ګډه پوله (کول)

کردي ګوندونه وايي، د سوریې په شمال کې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د فدرالي سیستم اعلانولو هوډ لري.

وړاندې کردانو له ترکیې سره پر پوله په درو سیمو (عفرین، کوباني او حسکه) کې 'کورواکي' اعلان کړې وه.

په دغه سیستم کې معمولاً عرب او ترکمن مېشتې سیمې هم دي، چې له 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې نه نیول شوې دي.

خو د فدرالي سیستم آیډیا په ژنیوا کې د سولې د مرکچیانو او د ترکیې د دولت له خوا رد شوې ده.

دواړو په سوریه کې د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار کړی.

'یوه اړخیزه پرېکړه'

د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو وړاندې، کردانو د سوریې شاوخوا ۲۴٫۵ میلیون وګړو نژدې ۷ سلنه جوړوله.

وړاندې دوی له ځینو لومړنیو حقونو او اسانتیاوو بې برخې وو او د سوري دولت له خوا د مېرې چلند ورسره کېده، خو د سوریې د پنځه کلنې جګړې په لړ کې دوی بې پرې پاتې شول.

کله چې د ۲۰۱۲ کال په نیمايي کې دولتي ځواکونو له کرد مېشتو سیمو شاته شول، کردي وسله والو ددغو سیمو نیولو ته ملا وتړله.

د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې، کردي او نورو ګوندونو په عفرین او کوباني کې کورواکه اداره اعلان کړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو وړاندې کردانو د سوریې د وګړو ۷ تر ۱۰ پورې سلنه جوړوله

دوی ټینګار کاوه چې له سوریې د خپلواکۍ هوډ نه لري، بلکې غواړي په یوه فدرالي چوکاټ کې 'سیمه ییز دیموکراتیک دولت' جوړ کړي.

د ۲۰۱۴ په سپتمبر کې، داعش جنګیالیو پر کوباني برید وکړ او لسګونه زره وګړي ترکیې ته وتښتېدل، خو د امریکا په هوايي ملاتړ د خلق ملاتړ له څلور میاشتنۍ جګړې وروسته یادې سیمې بېرته ونیولې.

ورته مطالب