کردي ډلې د انقرې د خونړي برید پړه منلې

د انځور حقوق AFP
Image caption 'ټي اې کې' یا 'د کردستان د آزادۍ بازانو' پر خپلې وېبپاڼې ویلي، د یکشنبې ورځې بمي چاودنې هدف امنیتي ځواکونه وو، نه د ولسي وګړو وژل.

د ''ټي اې کې'' په نامه د کردي جنګیالیو یوې ډلې د ترکیې پلازمېنه انقره کې د تېرې یکشنبې ورځې د هغه خونړي ځانمرګي برید پړه منلې ده، چې لږترلږه ۳۷ کسان پکې ووژل شول.

دغې ډلې پر خپلې وېبپاڼې ویلي، دا برید د هېواد په سوېل ختیځو کردي مېشتو سیمو کې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې شوی دی.

''ټي اې کې'' چې (د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) یوه څانګه ده، ویلي تېره میاشت هم د انقرې د برید ترشا د دوی لاسونه وو.

په ترکیه کې چارواکو د وروستي برید پړه پر 'پي کې کې' ډلې اچولې ده.

د تېرې یکشنبې پر ماښام د ترکیې پلازمېنه انقره کې یوه موټربم ځانمرګي برید له ګڼې ګوڼې په یوې ډکې سوداګریزې سیمې کې لږترلږه ۳۷ کسان ووژل.

په برید کې لسګونه کسان ټپیان هم شول.

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د روانې اونۍ لومړیو کې، ترکیې وویل له برید سره د تړاو لرلو په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي.
د انځور حقوق AFP

'ټي اې کې' یا 'د کردستان د آزادۍ بازانو' پر خپلې وېبپاڼې ویلي، د یکشنبې ورځې بمي چاودنې هدف امنیتي ځواکونه وو، نه د ولسي وګړو وژل.

Image caption د انقرې برید کې د ځینو وژل شویو کسانو انځورونه

یادې ډلې ویلي: ''د مارچ د ۱۳مې پر ماښام د پلازمېنې په یوه کوڅه کې ځانمرګی برید وشو، موږ ددغه برید پړه منو''.

د روانې اونۍ لومړیو کې، ترکیې وویل له برید سره د تړاو لرلو په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي.

د ''ټي اې کې'' په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یکشنبې خونړی برید د یوې ۲۴ کلنې سحر دوګا (شغله) جیهان له خوا وشو، چې دغې ډلې یې انځور پر خپلې وېبپاڼې هم خپور کړی دی.

د انځور حقوق getty

ټي اې کې' او 'پي کې کې' دواړې ډلې د ترکیې او امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې راغلې دي.

ورته مطالب