کډوالو کړکېچ: ترکیې سره خبرو کې د اروپایي ټولنې 'ګډ دریځ'

د انځور حقوق Getty Images

د لوګزامبورګ لومړی وزیر وایي، د اروپایي ټولنې مشرانو هوکړه کړې چې د کډوالو بحران د حل لپاره له ترکیې سره په معامله کې ګډ دریځ خپل کړي.

خاویر بتل وویل، د اروپایي ټولنې ګډ دریځ به د جمعې ورځې په سهار د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره شریک شي. ددې وړاندیز له مخې، ټول هغه کډوال چې له ترکیې یونان ته ځي، بېرته ګرځول کېږي.

په بدل کې یې تصور کېږي چې اروپایي ټولنه ترکیې ته د مالي مرستو او شنګن حوزې ته له ویزې پرته لاسرسي وړاندیز وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل وویل، ترکیه باید د ټولو کډوالو د ساتنې لپاره نړیوال معیارونه رعایت کړي.

هغې وویل، ددې هوکړې له مخې له یونانه د ناقانونه کډوالو بیرته ستنولو څو ورځې وروسته به ترکیه کې میشتو کډوالو ته په اروپایي ټولنه کې د قانوني اوسېدنې بهیر پیل شي.

د لیتوانیا ولسمشرې دالیا ګریباسکېت خبرداری ورکړ چې ترکیې ته د خلکو بیرته ستنولو طرحه "د نړیوالو قوانیو څنډه" کې ده او پلې کول به یې ستونزمن وي.

ښاغلي داوود اوغلو ویلي، اجازه به ورنکړي چې ترکیه د کډوالو لپاره "پرانستی زندان" شي.

د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ تراوسه، یو میلیون کډوال د کښتیو په وسیله له ترکیې یونان ته تللي، ترڅو اروپا ته ځانونه ورسوي. تر ۱۳۲ زور ډېر سږکال ورغلي دي.

لسګونه زره کسان په یونان کې بند پاتې دي، ځکه چې د تګ لاره یې تړلې ده.

د انځور حقوق epa

د لومړني وړاندیز له مخې، د هریوه سوري کډوال په بدل کې چې له یونانه بیرته ترکیې ته استول کېږي، یوه سوري کډوال ته چې ترکیه کې اوسېږي، اروپا کې د اوسېدو اسانتیا برابرېږي.

په مقابل کې یې اروپایي ټولنې وویل، ښایي ترکیې سره مالي مرسته – چې ژمنه یې تېرکال شوې وه – دوه برابره کړي، اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب مذاکرات مخته یوسي او ددې هېواد وګړو ته له ویزې پرته اروپا ته د تللو امکان برابر کړي.

خو اوس دغه وړاندیزونه محدود او اصلاح شوي دي. د مالي مرستو تمه ډېره شوې او اروپایي ټولنې د غړیتوب خبرې کمې شوي او اروپایي ټولنې ته د ترکیې د اتباعو سفر ته هم ۷۲ شرطونه وړاندې شوي دي.

د انقرې لخوا د محصلینو او خبریالانو د ځپلو په لړ کې د اروپایي ټولنې یو شمېر غړو هېوادونو ترکیې ته د دا ډول وړاندیزونو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

ورته مطالب