فلسطينی پر اسراييلي سرتېري له بريد وروسته وژل شوی

د انځور حقوق Reuters

د اسراييلو پوليس وايي يو ځوان فلسطينی له هغه وروسته چې د چاقو په واسطه يې د دوی پر يوه سرتېري بريد کړی و، په ډزو وژلی دی.

اسراييلي چارواکي وايي، پوليس سطحي ټپي شوی دی. د اسراييلو سرحدي پوليسو پر بريدګر، الخليل (حبرون) ښار کې ډزې کړې دي.

اسراييلي پوليس وايي دغه فلسطينی د پلټنې یوې پوستې ته نژدې شوی و، کله چې امنيتي سرتېرو ترې د پېژند پاڼې غوښته کړې پر ساتونکي يې بريد کړی دی.

د جمعې په ورځ هم یوه فلسطيني چې غوښتل يې پر اسراييلي سرتېري بريد وکړي په ډزو وژل شوی و.

همدا ډول د پنجشنبې په ورځ يوه بله پېښه کې دوه فلسطينيان د يوه اسراييلي سرتېري له ټپي کولو وروسته وژل شوي وو.

په وروستيو څو مياشتو کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ شخړې زياتې شوې دي چې دواړو خواوو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي د تېر کال له اکتوبر مياشتې راهيسې په دا ډول پېښو کې ۱۹۸ فلسطينيان او ۲۸ اسرايلي وګړي وژل شوي دي.

اسراييل وايي ډېری وژل شوي کسان بريدګر وو چې غوښتل يې د دوی پر ساتونکو بريد وکړي.

وړاندې د بشري حقونو ډلې د اسراييلو له خوا پر فلسطيني بريدګرو د ناانډوله زور کارولو له امله نيوکې کړې وې. د بښنې نړېوال سازمان وايي اسراييلي پوځيان په ښکاره له نړيوالو قوانينو "سرغړونه" کوي.

ورته مطالب