د استانبول سوداګریزه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق EPA

ترکي چارواکي وايي، د ترکیې استانبول د ګڼې ګوڼې په یوه ډګ خرڅلاوځي کې ځانمرګي برید لږترلږه څلور کسان وژلي او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپیان کړي.

په تلوېزیونونو کې د چاودنې ښودل شوي انځورونه زده بوږنوونکي دي، چې خلک هرې خوا ته منډې وهي.

په یوه راپور کې ویل شوي، دا یو 'ځانمرګی' برید و، چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی.

چاودنه د سیاحت او خرڅلاو په یوه ځای 'استقلال کوڅه' کې شو، چې معمولاً د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د توریستانو پکې ډېره ګڼه ګوڼه وي.

تېره یکشنبې، د ترکیې پلازمېنه انقره کې د کردستان د آزادۍ بازانو په یوه برید کې - چې ښځې کړې و – لږترلږه ۳۷ کسان ووژل شول.

دغې ډلې چې د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) اړونده یوه څانګه ده، وویل برید یې په کردي مېشتو سیمو کې د حکومت ځواکونو د پوځي عملیاتو په غبرګون کې کړی.

تېره میاشت، انقره کې د پوځيانو پر یوه کاروان برید لږترلږه ۲۸ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د انځور حقوق hurriyet.com.tr
د انځور حقوق AFP

په تېره اکتوبر میاشت کې، انقره کې د کردي سوله ییز لاریون په منځ کې دوو ځانمرګو بریدونو تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان ویلي، ترهګرې ډلې ولسي وګړي په نښه کوي، ځکه چې دوی د ترکي امنیتي ځواکونو پروړاندې جګړه بایللې ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې ''دا ډول بریدونه به د ترهګرۍ پروړاندې زموږ هوډ لا پسې غښتلی کړي''.

د انځور حقوق AFP

وړاندې ترکیې د ځینو ترهګریزو بریدونو پړه د سوریې پر کردانو اچولې وه، همدا وه چې پرضد یې هوايي بریدونه هم وکړل.

ورته مطالب