د سوریې کډواله اولمپیک کې د ګډون په هیله

یسری ماردیني د انځور حقوق Reuters
Image caption ماردیني اوس د جرمني په یوه لامبوځي کې تمرینونه کوي. هغه لامبوځای چې په ۱۹۳۶ کال د جرمني د نازي مشر ادولف هتلر د واکمنۍ پرمهال د اولمپیک د لوبو په پلمه جوړ شوی و.

د سوریې له کورنیو جګړو کډواله شوې یُسری ماردیني هیله لري د روان کال اګست میاشت کې د برازیل ریو دي جنیرو په اولمپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

د سوریې او ځینو نورو هېوادونو یوه کوچنۍ ډله، به په دې سیالیو کې ګډون کوي.

۱۸ کلنه یسری ماردیني وايي "غواړم هېوادوال کډوال راباندې وویاړي. غواړم ویې هڅوم".

ماردیني له خپلې کورنۍ سره له پلازمېنې دمشق نه د خپلې مشرې خور سارا په ملګرتیا په تېر اګست میاشت کې وتښتېده، خو د سمندر له لارې د مرګوني سفر وروستي منزل (د اروپايي سمندرغاړې) ته ورسېده.

ماردیني چې اوس له خپلې کورنۍ سره جرمني کې اوسېږي وايي "زموږ کور ویجاړ شو. هېڅ شی راپاتې نه شول" .

د هغې کورنۍ له دمشق نه اروپايي هېوادونو ته د سوري کډوالو د څپو د ورماتېدو په درشل کې له هېواده ووتله.

لومړی یې کورنۍ لبنان او بیا ترکیې ته کډه شوه.

بیا یې، قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې، چې یونان ته یې د سمندر له لارې ورسوي.

خو کله یې چې له ترکي سمندر نه د تېرېدو لومړۍ هڅه وکړه، بخت یې یاري ورسره ونه کړه، او بېړۍ یې بېرته هغه ځای ته ستنه کړل شوه، چې پکې سپاره شوي وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption ۱۸ کلنه یسری ماردیني وايي "غواړم هېوادوال کډوال راباندې وویاړي. غواړم ویې هڅوم".

په دویمه هڅه – چې په بېړۍ کې د ۲۰ ترمنځ مسافر سپاره وو – ټولو مسافرو خپلې توښې په اوبو کې وغورځولې، ځکه ماڼو ورته ویلي وو چې بېړۍ باید درنه نه شي، او په ایجه سمندر کې بادونو هم د بېړۍ تګلوری ناڅرګند کړی و.

خو یسری او د هغې خور ساره او یو بل کس لږ څه سپکو اوبو ته ځانونه ووهل او هلته د یوې کوچنۍ بېړۍ په مټ ژوندي پاتې شول او په غوټو غوټو وهلو یې د سمندر له خونړیو څپو ځانونه وژغورل.

یسری د خپل سفر داستان داسې بیانوي: "که چېرې مو له هغو کسانو مرسته نه وای غوښتې، چې د سفر ملګري مو و، موږ ته د شرم او مرګ خبره وه، ځکه ځینې سپاره په لامبو او غوټو وهلو نه پوهېدل. طبعاً له دې تجربې وروسته مې له سمندر کرکه وشوه. په تمامه معنا مې کرکه ترې کېږي".

پر یوې کوچنۍ بېړۍ درو پېغلو د درو نیمو ساعتونو لپاره ځانونه ټینګ نیولي و، ان دا چې د یونان لیسبوس ټاپو ته یې ځانونه ورسول.

بیا یې د مقدونیا، سربیا او هنګري سفر پیل کړ. دوی باید د وریجو په کروندو کې له سربي پولیسو ځانونه آلونیه کولی، او هڅه یې دا وه چې د هنګري پولې ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Reuters
Image caption ماردیني له خپلې روزونکي سپېنکریبس سره برلین کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال غږېږي

ماردیني وايي "هلته ګڼ کډوال ونیول شول".

دا وايي هلته بې وزلو جامې ورکړي، خو ځینو یې هرڅه ولوټل، په سرحدي سیمه د اوښتو پرمهال ونیول شول همدا وو چې په هنګري کې په لوړ قیمت ټکټ اخیستو ته اړایستل شول او چارواکو خو له وړاندې کډوالو ته د اورګاډي له ورکولو ډډه کړې وه.

دواړې خویندې اتریش او بیا جرمني ته ورسېدې. برلین ته له رسېدو وروسته، د یوه مصري لنډمهالي ژباړن په مرسته یوه سیمه ییز لامبوځای ته ورسول شوې.

د لامبوځای چارواکي وايي، دوی د یسری د لامبو پر تجربې ویاړي، او بل ویاړ به یې دا وي چې د کډوالو یوه استازې په اولمپیک لوبو کې بریالۍ شي.

د انځور حقوق Reuters

ماردیني د بېلابېلو هېوادونو د ۴۳ کډوالو له منځه هیله منه ده چې په اولمپیک لوبو کې ګډون وکړي.

که څه هم د یسری کورنۍ د سوریې د جګړې پرمهال تر ټولو خوندي سیمې ته لېږدېدلې وه، خو د جګړې د سور تاو هالته هم دوی خپل پلرني ټاټوبي پرېښودو ته اړ کړل.

ماردیني اوس د جرمني په یوه لامبوځي کې تمرینونه کوي. هغه لامبوځای چې په ۱۹۳۶ کال د جرمني د نازي مشر ادولف هتلر د واکمنۍ پرمهال د اولمپیک د لوبو په پلمه جوړ شوی و.

د اولمپیک د نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ ویلي: "موږ به له دوی سره د دوی د خوب په رښتیا کولو کې همکاري وکړو، آن که دوی له جګړې او تاوتریخوالي راتښتېدلي هم دي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption دواړې خویندې اتریش او بیا جرمني ته ورسېدې. برلین ته له رسېدو وروسته، د یوه مصري لنډمهالي ژباړن په مرسته یوه سیمه ییز لامبوځای ته ورسول شوې.

خو په راتلونکې جون میاشت کې به وروستۍ پرېکړه کېږي، چې آیا د یسری په څېر کډوال لوبغاړي او کوچنۍ ډله یې اولمپیک لوبو ته لاره موندلی شي او که نه.