"د داعش ډله د استانبول د بريدونو تر شا وه"

Image caption د شنبې د ورځې چاودنې ځاى کې خلکو د خواخوږۍ پيغامونه پرېښې دي.

د ترکيې حکومت وايي، "اسلامي دولت" نومې ډلې يا داعش په استانبول کې د تېرې ورځې ځانمرگی بريد ترسره کړى دى. دې بريد کې چې د استانبول يو بازار کې شوی و څلور کسان په کې وژل شوي او لسگونه نور ژوبل شوي وو.

د کورنېو چارو وزير د دې تور لگولو پر مهال وويل چې د بريد په تړاو پنځو کسانو څخه پوښتنې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په اوو ولايتونو کې امنيتي تدابير سخت کړى شوي دي. دې بريد کې درې اسراييليان او يو ايرانى وژل شوي و. وژل شوو اسراييليانو د امريکا او اسراييلو دوه گونی تابعيت درلود.

چاودنې کې له ٣٦ ژوبلو کسانو څخه يوولس يې اسراييلي وګړي دي.

د دې پېښې وروسته د اسراييلو حکومت له خپلو وگړو غوښتي چې ترکيې ته له تگ څخه ډډه وکړي.

ترکيه د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف غړې ده، او د ايتلاف الوتکې، د ترکيې يو هوايي ډگر په سوريې او عراق کې د بريدونو لپاره کاروي.

تر دې وړاندې هم داعش ډلې به ترکيه کې دننه يو شمېر بريدونه ترسره کړي دي. په دې لړ کې وروستى هغه د جنورۍ په مياشت کې استانبول کې و. دې بريد کې ١٢ جرمني سيلانيان وژل شوي وو.

ورته مطالب