نيوزيلنډ کې يوې پيشو جامې غلا کولې

د انځور حقوق Mark Taylor

په نيوزيلنډ کې يوه پيشو له اوږدې مودې راهيسې د نارينه و جامې او جرابې غلا کوي، دا دغه کارونه شپې مهال کوي.

د ياد شوي هېواد د هملټن ښار دغې شپږ کلنه پيشو چې بريجيټ نومېږي په تېرو دوو مياشتو کې شاوخوا ۱۱ نېکرې او ۵۰ جوړې جرابې خپل کور ته وړې دي.

د پيشو څښتنه ساره ناتهن د خپلې پيشو د دغې "شوق" په اړه پر فېسبوک خبر ور کړی و چې نژدې ۵۰۰ ځله پر خواله رسنيو خلکو شريک کړی و.

ساره پر فېسبوک پاڼه ليکي"دا کار اوس له اندازې ډېرېږي، دغو خلکو ته به د خپلو جامو د ورکېدو په اړه تکليف رسېږي".

ساره ناتهن بي بي سي ته ويلي، د خپلې پيشو د غلا په اړه هغه وخت پوه شوه چې د خپلو جامو د مينځلو پر مهال يې يو ډول عجيبې جامې وليدې چې د دې نه وې.

نوموړې وايي دغه جامې په کور کې د هېچا نه وې، يوه ورځ چې پيشو يې کور ته راغله يوه جرابه يې په خوله کې وه، په دې اړه موږ ته معلومه شوه چې پردۍ جامې له کومه راځي.

د انځور حقوق Facebook. Sarah Nathan

ساره وايي بريجيټ له نژدې کورونو جامې راوړې، دا وايي په دې تړاو يې په خپل ګاونډ کې اعلانونه هم کړي دي.

نوموړې وايي په نيوزيلنډ کې په کورونو کې د پيشوګانو د بندولو دود نشته.

ساره زياتوي چې پيشو يې مرغان او يا نور حيوانات نه ښکار کوي، له دې امله يې په کور کې نه بند وي او د ګاونډيانو سلوک هم ورسره ښه دی.

خو نوموړې زياتوي "موږ به ډېر ژر بلې سيمې ته ولېږدېږو چې هلته به بريجيټ دغه شوق نه شي پوره کولی".