یمن کې د امریکا هوایي برید د 'القاعدې لسګونه غړي وژلي'

د انځور حقوق EPA

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت (پنتاګون) وایي، د یمن په یوه غرنۍ سیمه کې د امریکا په یوه هوایي برید کې "د عربو په شبه جزیره کې د القاعده ډلې" لسګونه اورپکي وژل شوي دي.

د پنتاګون ویاند پیټر کوک وویل، د القاعده یو روزنیز کمپ چې تر ۷۰ ډېر اورپکي پکې وو، په نښه شوی دی.

د سه شنبې ورځې برید، د عربو شبه جزیره کې د امریکا ترټولو وروستی برید دی.

د امریکا پوځ تېر کال د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده ډلې څو مشران ووژل.

د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ راهیسې د عربو شبه جزیره کې د القاعده څو وتلې څېرې د امریکا په برید کې وژل شوي، لکه د ډلې مشر عبدالکریم الوحیشي، مذهبي چارواکی حارث نضاري او ویاند او د عقیدتي چارو مسوول ابراهیم ربیعش.

ښاغلي کوک وویل، دا برید د القاعده د ځپلو او له هرډول امن پټنځای څخه ددې ډلې د محرومولو لپاره د امریکا ژمنتیا ښيي.

پنتاګون په عربو جزیره کې د القاعدې د روزنې ځای په ډاګه نه کړ.

بلخوا د یمن امنیتي چارواکو اسوشیټډ پرېس ته ویلي، دا برید ددې هېواد په سوېل لویدیځ کې د مکلا په ښار کې د القاعدې مرکز ته څېرمه د پوځیانو پر پخوانۍ اډې شوی چې القاعدې نیولې وه.

د القاعدې اورپکو په غیرمستقیم ډول پر حوثي یاغیانو د عربستان په مشرۍ ایتلاف له هوایي بریدونو ګټه پورته کړې ده او توانېدلي ځینې سیمې ونیسي.

د ۲۰۱۵ کال مارچ میاشتې راهیسې د عربستان او متحدینو په عملیاتو کې لږ ترلږه ۶ زره کسان وژل شوي دي. ددې بریدونو موخه د حوثي یاغیانو او د هغوی د ملاتړو ځواکونو چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار دي، ماتول دي، ترڅو د یمن رسمي حکومت بیرته واک ټینګ کړي.

ددې ایتلاف غړي القاعده سازمان یو تروریستي سازمان بولي. یمن کې القاعده پورې تړلې ډلې پر ایتلاف ځواکونو او د یمن دولت پر پوځي کارکوونکو بریدونه کړي دي.

ورته مطالب