د بروکسل بریدګر په تړاو بلجیم ځېنې 'تېروتنې' ومنلې

د انځور حقوق AP

یوه ورځ وروسته له هغه چې ترکیې وویل د بروکسل بریدونو یو بریدګر ابراهیم بکراوي یې په جون میاشت کې نیولی او اخراج کړی و، بلجیم د هغه په تړاو تېروتنې منلې دي. ورسره بلجیمي امنیتي ځواکونو د تېرې سه شنبې بریدونو په تړاو ۶ کسان بروکسل کې نیولي دي.

ترکیې ویلي، بکراوي یې په دې ګومان چې بهرنی جګړه مار دی، له دې هېواد ویستی وو، خو بلجیم او هالېنډ دا خبرداری له پامه وغورځاوه.

د بلجیم د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ویلي د استعفا غوښتنې یې کړي، خو لومړي وزیر له هغوی غوښتي خپل کار ته دوام ورکړي.

د بروکسل په هوایي ډګر او میټرو په یوه تمځای کې د سه شنبې ورځې په بریدونو کې ۳۱ کسان ووژل شول او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شول.

۱۲۰ تنه ټپیان لا هم بستري دي چې له دې ډلې ۶۳ تنه تر ځانګړې درملنې لاندې دي.

د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددې بریدونو مسوولیت ومانه.

بلجیم اوسمهال د امنیتي خبرداري کچه یوه درجه کمه کړې ده.

چارواکو ویلي چې د میټرو تمځایونه به په تدریجي ډول د زیات شمېر امنیتي سرتېرو په شتون کې بیا پرانستل شي، خو د بروکسل هوایي ډګر به تر دوشنبې تړلی وي.

د بلجیم پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، د څېړنو په جریان کې یې بروکسل کې ۶ کسان نیولي دي.

دا کسان د شاربیک سیمه کې نیول شوي. تراوسه د نیول شویو هویت او په بریدونو کې د هغوی احتمالي لاس لرلو موضوع په ډاګه شوې نه ده.

فرانسه کې هم چارواکو ویلي، دوه شکمن یې پلازمېنې پاریس ته څېرمه نیولي چې د یوه برید پلان یې جوړاوه.

'بهرنی جګړه مار'

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل، هېواد یې د بروکسل د یوه بریدګر په تړاو د هالېنډ او بلجیم دولتونو ته خبرداری ورکړی وو.

ارودغان وویل: "زموږ له خبرداري سره سره چې دا بهرنی جګړه مار یو ترهګر دی، بلجیم نه وو توانېدلی د هغه او ترهګرۍ ترمنځ اړیکه تایید کړي."

د اردوغان په خبره، هغه په تېر جون میاشت کې د سوریې او ترکیې په پوله نیول شوی او هالنډ ته سپارل شوی وو.

اردوغان ددغه کس نوم ونه ښوده، خو د ولسمشرۍ دفتر یوه چارواکي یې وروسته وویل چې دا کس ابراهیم بکراوی وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption بروکسل کې لا هم کلک امنیتي تدابیر پر خپل حال دي

د هالېنډ عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې بکراوي د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۴ مه له ترکیې دې هېواد ته راغی، خو معتبر بلجیمي پاسپورټ یې درلود او تر څارنې لاندې کسانو کې نه و، نو له همدې امله هالېنډي چارواکو د هغه د نیولو دلیل نه درلود.

د بلجیم د عدلیې وزیر وویل، له ترکیې د بکراوي له ایستل کېدو خبر شوی وو، خو له وي آر ټي ټلویزیون سره مرکه کې یې زیاته کړه: "هغه مهال، له ترهګریزو فعالیتونو اطلاعات په لاس کې نه وو. هغه یو عادي مجرم وو چې په مشروط ډول خوشي شوی وو."

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر هم وویل، دده پام دی چې ولې پوښتنې شته، خو "د هغه د نیولو چانس مو کله چې هغه ترکیه کې و، له لاسه ورکړ."

وروسته امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي وویل، ابراهیم بکراوي او د هغه ورور خالد تر دغو بریدونو وړاندې د امریکا د شکمنو ترهګرو په لست کې وو.

ورته مطالب