ايران او پاکستان د سوداگرۍ په پراخولو موافقه وکړه

Image caption د ايران ولسمشر حسن روحاني پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر دى.

پاکستان او ايران موافقه کړې ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ سوداگرۍ ته ودې ورکولو لپاره د دوو نوو سرحدي بندرونو په جوړولو موافقه کړې ده.

دا موافقه پاکستان ته د ايران دولسمشر حسن روحاني دوه ورځني سفر کې کړې ده. نوموړي نن اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف سره وليدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او ګډو همکاریو خبرې وشوې.

له ملاقات وروسته دواړو مشرانو گډ خبري کانفرانس کې خبرې وکړې. د پاکستان لومړي وزير وويل چې " په دې ليدنو کې د انرژۍ په گډون په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې وشوې".

ښاغلي روحاني په خپلو خبرو کې د خپل سفر په پايلو ډاډ ښکاره کړ او وې ويل " ددې نوو سرحدي لار جوړېدو سره به د دواړو هېوادو په سوداگرۍ او دخلکو تگ راتگ کې ډيره مرسته وشي".

ده وويل چې پاکستاني مشرانو سره يې د ايران د چاه بهار اود پاکستان د گوادر بندرونو ترمنځ په نزدې اړيکو هم خبرې وکړې.

ایران چې اوس د لوېديځ له اقتصادي بندیزونو خلاص شوی دی، له سیمې او پاکستان سره د نوو اقتصادي همکاریو او پروژو هڅه کوي. نوموړي پاکستانیان ور وبلل چې د ایران له تیلو او غازو ګټه واخلي او ايران کې پانګونه وکړي.