سایبري بريدونه څومره جدي دي؟

د انځور حقوق Thinkstock

سایبري بريدونه اوس د جنګ او ګڼو زیانونو اړولو پر یو کم لګښته او آسان لارې بدل شوي دي. په نننۍ نړۍ کې نزدې هېڅ هېواد له سایبري بريدونو خوندي نه دی.

سایبري حملې چې د کمپیوټري پوهې په وسيله د رسمي یا غیر رسمي ارګانونو او خلکو له خوا ترسره کیږي، د یوه شخص د بانکي کارډ د معلوماتو له غلا څخه نیولې بیا د اوبو د لویو بندونو او حتی د اټومي، د میزایلو د دستګاو تر کنټروله پورې پرمخ تللې دي.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۴مه د امريکاد پلټنو فدرالي ادارې (اف‌بي‌آی) له خوا اووه ایرانیان د امریکا پر مالي سیسټم او د اوبو د یوه بند د (هک) کولو له لامله د هغه کسانو په لست کې شامل شول چې امريکا يې لټون کوي.

د امریکا د قضايي چارواکو له خوا د تېرې پنجشنبې ورځ دا اووه تنه ایرانیان د امریکا پر ۵۰ مالي موسسو او د نیویارک بندد کمپويټري سستم پر هک کولو تورن شوي .

د امریکا لویې څارنوالې، لورتا لینچ، په دې اړه ويلي "دا د امریکا ملي امنیت ته یو گواښ دی، د دې سایبري بريدونو له لامله دې مالي ادارو ته په میلیونونو ډالرو زیان رسیدلی دی".

په ۲۰۱۵ کال کې چیني هکرانو د امریکايي نظاميانو شخصي معلوماتو سیستم هک کړ، په دې کال کې د ويروس ضد (انټي ویروس) مشهور شرکت کاسپرسکی هم د هکرانو له خوا هک شوى و.

د انځور حقوق

هرکال دا ډول په زرګونو پېښې ترسره کېږي، دې ډول بريدونو وضعه دومره پېچلې کړې ده چې ان د نړۍ د لویو اقتصادي ځواکونو تر منځ يې خبره ناندریو او د اړیکو تر خرابۍ رسولې.

د څيړنو ترمخه د افرادو او کمپنيو لخو امریکا او چین کې د يو اوبل په گټو سایبري حملې ترسره شوې يا يې هڅه شو ېده ، چې دا کار د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا سبب هم شوې دي. له همدې امله و، چې د ۲۰۱۵کال په سپتمبر میاشت کې کله چې د چین ولسمشر، شي‌جینپنګ امریکا ته سفر وکړ؛ نو په لومړي ځل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سایبري بريدونو د مخنیوي په اړه ګډ تړون لاسلیک شو.

دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی تړون دی. شي‌جینپنګ په دې اړه وویل: "د سوداګریزو رازونو سایبري‌ غلا او د دولتونو د شبکو هک‌کول جرم دى، لازمه ده، د اړونده نړیوالو قوانینو له مخې یې په ګډه مخه ونیول شي".

د سایبري بريدونو د مخنیوي په موخه په ۲۰۱۴ کال د امریکا او انګلستان او دد ې نه وړاندې په ۲۰۱۳ کال د امریکا او هند ترمنځ هم د سایبري همکارۍ ګډ فورم رامنځ ته شو. د سايبري بريدونو گواښ ته په کتو سره دا ډول فورمونه د ګڼو هېوادونو ترمنځ رامنځ ته شوي دي.

د سايبري بريدونو په تړاو څيړنه کوونکو ادارو (Hewlett-Packardاو HP-Ponemon) د يو ګډ راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵کال کې د سایبري جرمونو له امله د نړۍ اقتصاد ته مالي زیان (۷.۷) ميلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی. اټکل شوی، چې دا شمېره به په راتلونکو کلونو کې لا هم لوړېږي.

سایبري بريدونه پر مختلفو ادارو لکه بانکونو، فابریکو او کمپنیو، سیاسي او امنیتي بنسټونو، پوهنتونونو او ساینسي بنسټونو، هوايي لیکو، اور ګاډو او ترافیکي سیستمونو، د اوبو بندونو، كرنيزو پېچليو سیستمونو او په ګڼو نورو ډیجیټل سنبالو ارګانونو باندې ترسره کېږي.

د انځور حقوق Getty

دا چې په افغانستان کې هم ادارې پر کمپیوټري سیستمونو سنبال دي، لازمه ده، چې د سایبري بريدونو او جرمونو د مخنیوي په موخه سر له اوسه فکر وشي.

ټولې هغه ادارې که دولتي او یا غیر دولتي دي باید هڅه وکړي، چې خپلو معلوماتي او کمپیوټري سیسټمونو او شبکو د خوندي کولو لپاره د سایبري بريدونو د مخنیوي په موخه یوه هر اړخیزه ستراتیژي ولري.

افغان دولت ته په کار دي، چې د سایبري جرمونو د قوانینو د جوړولو کار ته وروستۍ بڼه ورکړي.

افغانستان باید شته سوداګریزو شرکتونو، موسسو، امنیتي او ستراتيژیکو ادارو لپاره د سټنډرډ او لوړ امنیت لرونکو سیسټمونو د جوړولو په موخه یو لړ سټنډرډ کودونه وټاکي، چې د هغې له مخې یادې ادارې خپلې شبکې، معلوماتي او کمپیوټري سیستمونه جوړ کړي. دغه راز د سايبري بريدونو په تړاو د عامو خلکو د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره رسنۍ باید ددې ډول بريدونو او جرمونو اړوند خپله ونډه واخلي.