برني سنډرز دوو ایالتونو کې پر کلنټن مخکې دی

 برني سنډرز د انځور حقوق Getty
Image caption سنډرز تېره اونۍ په لوېدیځ ساحل کې تېره کړه، چې لیبرال او کیڼ اړخي پر ځان ورمات کړي.

د امریکا کې ایالتي ټاکنو په درشل کې په دوو ایالتونو – واشنګټن او الاسکا کې ولسمشرۍ ته نوماند برني سنډرز پر هیلري کلنټن مخکې شوی. دواړه ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند نوماندان دي.

د تېرو اونیو ټاکنو پایله کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن مخکښه وه.

اوس په هاوای ایالت کې ټاکنې کېږي.

برني سنډرز واشنګټن ایالت کې ۷۶ سلنه رایې ګټلې خو هیلري کلنټن بیا ۲۴ سلنه خپلې کړې دي.

د امریکا تلویزیوني شبکو ویلي، سنډرز په الاسکا ایالت کې د هیلري کلنټن د ۲۱ سلنه رایو په مقابل کې ۷۹ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

واشنګټن په درو واړو ایالتونو کې د رایو له اړخه ډېر اهمیت لري.

د تېرې شنبې په ورځ هیلري پر سنډرز مخکې وه.

سنډرز تېره اونۍ په لوېدیځ ساحل کې تېره کړه، چې لیبرال او کیڼ اړخي پر ځان ورمات کړي.

سنډرز هڅه کوي چې په ایداهو او یوتا ایالتونو کې د راتلونکې سې شنبې په ورځ ډېرې رایې وګټي.

د انځور حقوق AP
Image caption هیلري کلنټن په واشنګټن کې د ټاکنیزو ویناوو پرمهال د بروکسل پر خونړیو بریدونو خپلې خبرې ورټولې کړې وې، او د ډونالډ ټرمپ او تیډ کروز بهرنۍ تګلاره یې وغندله.

خو نوموړي په اریزونا کې ماتې وخوړه.

هیلري کلنټن په واشنګټن کې د ټاکنیزو ویناوو پرمهال د بروکسل پر خونړیو بریدونو خپلې خبرې ورټولې کړې وې، او د ډونالډ ټرمپ او تیډ کروز بهرنۍ تګلاره یې وغندله.

ورته مطالب