اسلام اباد کې د ممتاز قادري پلويانو لاريون کړی

د انځور حقوق AP
Image caption ممتاز قادري تېره مياشت اعدام شوی چې له امله يې ګڼ لاريونونه شوي وو

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت پر ضد لاريون روان دی.

دغه لاريون د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير د وژونکي ممتاز قادري د اعدامولو پر سر د ده د پلويانو له خوا ترسره کېږي.

د يکشنبې په ورځ د ممتاز قادري پلويان د راولپنډۍ په لياقت باغ کې راغونډ شوي وو، چې وروسته بيا د اسلام اباد په لور وخوځېدل.

ممتاز قادري تېره مياشت اعدام شوی و، ده پنځه کاله وړاندې د پنجاب والي سلمان تاثير په ډزو وژلی و. سلمان تاثير د یوې عيسوۍ مېرمنې د سزا کمولو غوښتنه کړې وه چې اسلام ته په سپکاوي تورنه وه.

د ممتاز قادري پلويان هغه يو مذهبي اتل بولي.

په اسلام اباد کې د چارواکو په وينا د لاريون کوونکو شمېر ۲۵۰۰ شاوخوا دی او تېره شپه د پارلمان ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو.

د لاريون سمبالوونکو د اسلام اباد له ادارې سره له هر ډول خبرو ډده کړې او وايي يوازې د حکومت له استازو سره به خبرې کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي د لاريونونو په ترڅ کې پوليس ټپيان شوي او يو شمېر زيانونه هم اوښتي دي

لاريون کوونکي وايي حکومت بايد نيول شوي مذهبي کارکوونکي هم خوشي کړي.

د يکشنبې په ورځ د اسلام اباد ادارې پوځ ورغوښتی و اوس په لوی شمېر پوليسو او شاوخوا ۶۰۰ پوځيان د پلازمېنې د دولتي ودانيو ساتنه کوي.

چارواکي وايي د بسونو دوو تمځايونو ته هم زيان رسېدلی چې له امله يې په ځينو ځايونو کې ترانسپورتي خدمتونه درول شوي دي.

له دې وړاندې د کوهسار پوليس سټېشن يوه کارکوونکي ويلي وو چې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ شخړو کې شاوخوا ۲۰ پوليس ټپيان شوي دي.

ورته مطالب