د تدمر تر نیولو وروسته 'د سوریې پوځ د پرمخ تګ دوام'

د انځور حقوق AP

د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغونې سیمې تر بېرته نیولو وروسته د سوریې پوځ د روسي الوتکو په هوایي ملاتړ د اسلامي دولت (داعش) پرضد تهاجمي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال د تدمر ښار په شمال ختیځ او سوېل لویدیځ کې چې د داعش تر کنټرول لاندې دي، جګړه روانه ده.

د سوریې پوځ ویلي، له تدمر څخه د داعش پروړاندې د عملیاتو پراختیا او د هغوی د تدارکاتي لیکو پرېکولو د مرکز په توګه کار واخلي.

د سوریې دولت ویلي، د روسیې په هوایي ملاتړ یې تر څو ورځو جګړو وروسته د تدمر ښار او لرغوني محوطه د یکشنبې په ورځ بېرته ونیوله.

امریکا هم د تدمر ښار بېرته نیولو هرکلی کړی خو ویلي یې دی چې لا وختي ده چې د جنیوار پر خبرو اترو د اغیز په تړاو یې بحث وشي.

داعش د تدمر لرغوني سیمه چې د یونسکو په نړیوالو میراثونو کې شامله ده، د ۲۰۱۵ کال په مې کې نیولې وه. دغې ډلې ددې محوطې ځېنې مهمې ودانۍ او آثار ویجاړ کړل. کارپوهان اوسمهال ددغو ویجاړیو پر ارزونې بوخت دي.

د انځور حقوق AP

د سوریې پوځي سرچینو فرانس پرېس ته ویلي، امنیتي ځواکونو د داعش تر ولکې لاندې سیمې له هغې ډلې د تدمر په سوېل لویدیځ کې القریتین او په شمال ختیځ کې د السخنه سیمې په نظر کې نیولي دي.

دغې سرچینې ویلي: "پوځ د القریتین پر شاوخوا تمرکز کړی او نن (دوشنبه) هلته پوځي عملیات پيلېږي. دا د سوریې پوځ راتلونکی هدف دی. هغوی همداراز پر السخنې هم سترګې ښخې کړې دي."

د سوریې دولتي ټلویزیونو هم راپور ورکړ چې د تدمر هوایي ډګر بېرته پرانستل شوی دی.

د سوریې پر بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې برېتانیا کې دی هم راپور ورکړی چې د سوریې دولت ته وفادار ځواکونه له جنګیالیو سره د تدمر په شمال ختیځ کې د جګړې په حال کې دي.

ددې ډلې په وینا، جنګي الوتکې – ظاهرا د روسیې اړوند – اصلي لاره چې له ختیځ څخه دیرالزور ته ځي، په نښه کړې ده. دیرالزور له مهمو ښارونو دی چې داعش کلابند کړی دی.

دا ډله وایي، ځېنو جنګیالیو لا هم په تدمر کې سنګر نیولی او د ځانمرګو بریدونو او موټربمونو له لارې د سوریې پوځ هدف ګرځوي.

روسیې د تدمر ښار پاکوالي کې د مرستې لپاره د ماین پاکۍ کارپوهانو او تجهیزاتو استولو ژمنه کړې ده.

د تدمر 'د قناعت وړ' وضعیت

کارپوهانو ویلي، داسې ښکاري چې ددغه ښار ویجاړی تر هغه څه کم دی چې ویره یې وه.

د سوریې د لرغونو میراثونو سازمان رییس مامون عبدالکریم بي بي سي ته وویل، ددې لرغوني ښار تر ۸۰ سلنې ډېرې برخې په خپل حال پاتې دي.

هغه وویل، د ترمیم او بیارغونې اړتیا شته، خو "په ټوله کې خوښ یو، ځکه چې وضعیت کېدای شوای ډېر خراب وای."

ښاغلي عبدالکریم وویل، د ښار بیارغونې پروګرام به ډېر ژر په پاریس کې د یونسکو له مدیرانو سره بحث ته وړاندې شي.

تدمر د پلازمېنې دمشق او د هېواد ختیځ کې د دیرالزور ښار پر لاره په یوه مهمې ستراتیژیکې سیمې کې پروت دی.

Image caption داعش د تدمر تر نیولو وروسته ځېنې لرغوني اثار ویجاړ کړل

داعش د تدمر تر نیولو وروسته د لرغونې سیمې ځېنې برخې لکه د بعل شمین ۲۰۰۰ کلن معبد، د بریا (نصرت) طاق او د مړو یادګار څلي ویجاړ کړل چې له نړیوالې غصې او غندنې سره مل و. داعش دا آثار د شرک او بُت پرستۍ نښه بولي.

خبریالان وایي، د تدمر بېرته نیول پر داعش له هغه مهال راهیسې لوی ګوزار دی چې دې ډلې د عراق او سوریې ډېرې برخې اسلامي خلافت په توګه اعلان کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل، د تدمر بېرته نیول یو "ښه بدلون" دی.

هغه زیاته کړه: "خو زموږ پام شته چې د سوریې او د سوریې د خلکو لپاره ښه هیله دا نه ده چې د سوریې د خلکو پروړاندې د بشارالاسد زورواکي ډېره شي."

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د تدمر لرغوني ښار تر بېرته نیول کېدل "له ترهګرۍ سره په جګړه کې د سوریې او متحدینو د ستراتېژۍ د اغیزمنتیا" نښه بللې ده.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب