شنګن څه ډول تړون دی؟

د انځور حقوق .

د شنګن تړون د اروپايي ټولنې داخلي پولې له منځه یوړې، او په زیاترو غړو هېوادو کې يې د خلکو آزاد تګ راتګ ته لاره پرانیسته.

خو په پاریس کې د "اسلامي دولت" ډلې له خوا د نومبرد ۱۳ نيټې برید چې ۱۳۰ کسان يې ووژل د دې سبب شو چې د شنګن تړون په اړه په سملاسي توګه له سره فکر وشي.

داسې اندېښنې وې چې وژونکو څرنګه په آسانۍ سره وکولای شول له بلجیم نه په پټه پاریس ته ځان ورسوي، او ځینې يې د یونان له لارې له کډوالوسره یوځای اروپايي ټولنې ته ننوتلي وو.

او په ۲۰۱۵ کې له یو میلیون نه زیاتو کډوالو ډله ییز راتګ- چې ډېری يې سوري پناه وړونکي وو- د شنګن پر تړون باندې فشار ډېر کړ.

یو پر بل پسې، د اروپايي ټولنې غړو دولتونو په لنډ مهاله توګه بیا سرحدي کنټرولونه رامنځته کړل.

په ډسمبر کې اروپايي کميسیون د شنګن په تړون کې د یو ستر تعدیل یا ترمیم په هکله وړاندیز وکړ چې هیله کېږي ژر به په یو قانون باندې بدل شي.

د زیاترو هغو مساپرو جزییات چې له اروپايي ټولنې بهر څخه راځي د دې ټولنې په بهرنیو پولو کې د پولیسو له خوا څارل کېږي او ثبتېږي. یو لوې بدلون دا دی چې له دې وروسته به دا مقررات د اروپايي ټولنې پر اتباعو باندې هم عملي کېږي، چې تراوسه پورې داسې نه وه.

هغه مساپر چې له بهر څخه اروپايي ټولنې ته راځي او د شنګن ویزه لري معمولا د اروپايي ټولنې دننه سفر په وخت کې د هغوی د هویت اسناد نه کتل کېږي. خو د پاریس له برید وروسته د اسنادو کتل عام شوي دي.

کومو هېوادونو داخلي پولې له منځه وړي؟

شنګن د لکسمبورګ یو ښار دی چې هلته په ۱۹۸۵کې دا تړون لاسلیک شو او په ۱۹۹۵کې يې عملي بڼه غوره کړه، لومړني غړي ېې: بلجیم، جرمني، لکسمبورګ، هالینډ، پرتګال او اسپانیا وه.

اوس د شنګن په تړون کې ۲۶ هېوادونه شامل دي- ۲۲ يې د اروپايي ټولنې غړي دي او ۴ يې غړي نه دي: آیسلینډ او ناروې (د ۲۰۰۱ راهیسې)، سویتزرلینډ(د ۲۰۰۸راهیسې) او لیختنشتاین(د ۲۰۱۱راهیسې).

د لومړنیو ۷ غړو وروسته ایټالیا او اتریش په ۱۹۹۷ کې، یونان په ۲۰۰۰ کې، سکاندیناوي هېوادونه په ۲۰۰۱ کې د شنګن په تړون کې ورګډ شول.

په ۲۰۰۴ کې ختیځ لور ته د اروپايي ټولنې د پراخېدو نه وروسته، په ۲۰۰۷کې ۹ نور هېوادونه هم په کې ګډ شول: د چک جمهوریت، ایستونیا، هنګري، لیتوانیا، لتويیا، مالټا، پولنډ، سلواکیا او سلوانیا.

د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو څخه یواځې ۶ يې د شنګن په تړون کې شامل نه دي: بلغاریا، کروییشیا، قبرص، آیرلینډ، رومانیا او بریتانیا.

آیا نورهېوادونه به هم سرحدي کنټرول له منځه وړي که څنګه؟

انډورا او سان مارینو د شنګن د تړون غړي نه دي، خو په خپلو پولو کې سرحدي کنټرول نه لري.

قبرص چې په ۲۰۰۴ کې اروپايي ټولنې سره یوځای شوی، یا بلغاریا او رومانیا چې په ۲۰۰۷ کې او کروییشیا چې په ۲۰۱۳ کې اروپايي ټولنې سره یو ځای شوي، تراوسه د پولو کنټرول د له منځه وړو په اړه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

د اروپايي ټولنې کوم غړي هېوادونه د شنګن په تړون کې شامل نه دي؟

بریتانیا او د آیرلینډ جمهوریت ویلي نه غواړي چې د شنګن په تړون کې برخه واخلي. بریتانیا غواړي خپلې پولې ټینګې وساتي،او ډبلین هم په شنګن کې برخه نه اخلي خو غواړي چې بریتانیا سره د خلکو آزاد تګ راتګ وساتي، چې د سفر د ګډې سیمې په نامه یادېږي.

خو بریتانیا په ۲۰۰۰ کال کې او آیرلینډ په ۲۰۰۲ کې وویل چې د شنګن د تړون په ځینو اړخونو لکه د شنګن د اطلاعاتو سیستم کې برخه اخلي.

د شنګن د اطلاعاتو سیستم له مخې د اروپا يولیس د قانون د عملي کولو په برخه کې اطلاعات یو له بله سره شریکوي. په هغې کې د غلاشویو موټرو په اړه معلومات، د محکمو د اجراتو او د ورک شویو کسانو په اړه د معلوماتو شریکول هم شامل دي.

د کډوالوکړکېچ څرنګه پر شنګن فشار راوړي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption هنګري- د شنګن دننه- ډېری کډوال د همدې لارې هڅه کوي جرمني ته ځان ورسوي

وروسته له دې نه چې له هنګري څخه د اتریش له لارې د جرمني جنوبي برخو ته بېساري شمېر کډوال راغلل، جرمني، اتریش سره خپلو پولو کې بیا د پولو کنټرولونه رامنځته کړل.

د کډوالو ډله ییز راتګ اتریش هم دې ته اړ کړ چې هنګري سره خپلو پولو کې د سړکونو او اورګاډي ټرافیک محدود کړي.

کډوال د شنګن له ویزې پرته په غېرقانوني توګه اروپايي ټولنې ته ننوتل. هنګري د شنګن سیمې ته د کډوالو د تلو پر لارې بدله شوه نو ځکه ېې سربيا سره خپلې پولې په اوږدو کې حصارونه جوړ کړل.

په اروپايي ټولنې کې پر دې حصارونو ‌ډېرې نیوکې وشوې- خو سربيا د شنګن په تړون کې شامل نه ده، او هنګري استدلال وکړ چې د حصار جوړول سم کار دی.

هنګري وروسته د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سلوانیا (چې په شنګن کې شامله ده) او کروییشیا (چې په شنګن کې نه ده) سره خپلو پولو کې حصارونه جوړ کړل.

د جنورۍ پر څلورمه د شنګن غړو ډنمارک او سویډن ته پام را واوښته. څو ساعته وروسته له دې نه چې سویډن د کډوالو د ډله ییز راتګ د کمولو لپاره د مساپرینو د هویت څارنه پېل کړه ډنمارک هم جرمني سره خپلې پولې کې د پولو کنټرولونه ډېر کړل.

سویډن اوس هغه کسان نه پرېږدي چې د هویت سند يې عکس ونه لري. له دې امله د اوریسونډ پر سړک او د اروګاډي پر پله باندې ټرافیک سست شوي دي.

تېرکال په سویډن کې له ۱۶۰،۰۰۰ نه زیاتو خلکو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي- چې دا په اروپايي ټولنې کې د سړي پر سر تر ټولو لوړ رقم دی.

د اروپايي کميسیون مشر ژان کلاود یونکه په ډسمبر کې په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د شنګن تړون له مخې به د وګړو آزاد تګ راتګ وساتل شي او "شنګن به پرخپل ځای پاتې وي".

ملتپالي او د اروپايي ټولنې منتقدین معمولا پرشنګن باندې نیوکې کوي، لکه د فرانسې ملي جبهه، د هالنډ د آزادۍ ګوند او د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند. هغوی وايی چې شنګن د کډوالو او جنایتکارانو په وړاندې یو پرانیستی ور دی.

هېوادونه څه وخت کولای شي سرحدي کنټرولونه بیا رامنځته کړي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بلجیم او فرانسې (زیړ واسکټ لرونکو) پولیسو د پاریس له برید وروسته منظمې سرحدي څارنې پېل کړې

که "د عامې تګلارې یا ملي امنیت" د دلایلو له امله سملاسي اړتیا وي، د شنګن د مقرراتو له مخې، لاسلیکوونکي هېوادونه کولای شي د لسو ورځو لپاره داخلي سرحدي کنټرولونه بیا رامنځته کړي.

که ستونزه دوام وکړي، کېدای شي سرحدي کنټرولونه په اعظمي ډول تر دوو میاشتو پورې څو ځلي شل شل ورځې تکرار شی.

په هغو حالاتو کې چې خطر "د وړاندوېنې وړ" بلل شوی وي د کنټرولونو موده اوږدېدای شي. کنټرولونه کېدای شي په اعظمي ډول ترشپږو میاشتو پورې څو ځلي د دیرش دیرش ورځو لپاره وساتل شي.

خو "په ځانګړو حالاتو کې" د شنګن د سرحدي قانون ۲۶مه ماده اجازه ورکوي چې په اعظمي ډول تر ۲ کلونو پورې کنټرولونه وغزول شي.

د شنګن تړون په سیمه کې اوس شپږ دولتونه سرحدي کنټرلونه لري: اتریش، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ناروې او سویډن.

د هنګري د پولو کنټرولونه پر دوو هېوادونوباندې چې د شنګن غړي نه دي اغېز کوي: کروییشیا او سربيا. په تېر اکتوبر کې هنګري د سلوانیا پر پوله هم چې د شنګن غړی دی په لنډمهاله ډول د پولو کنټرولونه رامنځته کړل.

په ۲۰۰۵ کې په لندن کې د اسلامپالو اورپکو د بمي بریدونو وروسته فرانسې سرحدي کنټرولونه رامنځته کړل.

اتریش، پرتګال او جرمني د ځینو سترو ورزشي پېښو لکه د فیفا او نړیوال جام په خاطر سرحدي کنټرولونه رامنځته کړي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جرمني پولیس اوس په عادي ډول ټول هغه موټر څاري چې له اتریش څخه جرمني ته ننوزي.

د شنګن په تړون کې نور کوم شیان شته؟

د شنګن اصلي ځانګړتیا د واحدې بهرنۍ پولې، او د پولې د څارنې لپاره د واحدو مقرراتو جوړول دي.

اوس د یونان او ترکيې تر منځ د ایژن سمندرګی تر ټولو زیاته ستونزمنه سیمه ده، ځکه چې په زرګونو کډوال چې زیاتره يې سوري پناه وړونکي دي، هره ورځ له ترکيې یونان ته ورځي. اروپايي ټولنه غواړي د سږ کال په اوړي کې هلته اروپايي سرحدي او ساحلي ساتونکی نوی ځواک ځای پرځای کړي.

اتریش د شنګن هغو غړو دولتونو له جملې څخه دی چې د ډېرو کډوالو د نه ثبتولو له امله يې پر یونان باندې سختې نیوکې کړي. خو یونان خپلو اروپايي ملګرو ته ویلي چې هغوې دې هم د دې بار یوه برخه پرغاړه واخلي- او یونان باید د اروپا د پناه وړونکو پر کمپ باندې بدل نشي.

د شنګن د نورو مقرراتو په کتار کې دا هم شامل دي:

د پناه ورکولو په اړه ګډ مقررات،

د جنایتکارانو تعقیبول- پولیس حق لري چې د شکمنو جنایتکارانو د تعقیبولو لپاره تر پولو تېر شي.

د هغو هېوادونو ګډ لست چې اتباع يې ویزې ته اړتیا لري.

د شنګن د اطلاعاتو سیستم (اس آی اس)، چې پولیسو او کونسلګریو ته اجازه ورکوي، تر تعقیب لاندې یا نامطلوبو کسانو او د غلا شویو شیانو په اړه د اطلاعاتو ګډې زېرمې ته لاسرسی ولري.

د نشه يي توکو سره تړلیو جنایتونو پرضد مبارزې لپاره ګډې هڅې

د هغو هېوادونو پراتباعو چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي څه اغېز کوي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د شنګن ویزه له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو اتباعو ته اجازه ورکوي چې په آسانۍ سره ډېری اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي

د شنګن غړو هېوادو ته د سفر لپاره د شنګن ویزه په کار ده. دا د لنډې مودې یوه ویزه ده چې د ۹۰ ورځو لپاره اعتبار لري.

د لنډې مودې دا ویزه ۶۰ یورو یا شاوخوا ۶۶ ډالره لګښت لري.

خو د هغو هېوادو اتباعو لپاره چې د شنګن هېوادو سره د ویزې د آسانتیاوو تړون لري لکه روسیه، اوکراین او ځینې نورو لپاره د دې ویزې بیه ۳۵ یورو ده.

د البانیا، بوسنیا هرزګووینا، مقدونیې، مونټي نګرو او سربيا هغو اتباعو لپاره چې بایومټریک پاسپورټونه لري اروپايي ټولنې غړو هېوادو ته د سفرپه وخت کې ویزه نه ده په کار. د بالکان دا هېوادونه هیله من دي چې اروپايي ټولنې سره یو ځاې شي. خو کوسوو د دې ترتیباتو څخه مثتثنا ده.

له هغې راهیسې چې د لویدیځ بالکان هېوادو د مساپرو لپاره د ویزې اړتیا له منځه تللې ده د دې سیمې څخه د پناه غوښتنلیکونه ناڅاپه ډېر زیات شوي دي. ډېری پناه غوښتونکي د روما خلک (جټان) دي، چې معمولا ډېر بېوزلي، منزوي شوي او د توپيري چلند قربانیان وي.

د پناه غوښتنې ډېری غوښتنلیکونه په جرمني کې سپارل کېږي، چې همدا اوس هلته د بالکان خلکو ټولنې شته دي.

د اروپايي ټولنې یو رپوټ وايي: "له بې ویزې سفرونو پروګرام څخه د پناه غوښتنې لپاره ناوړه استفاده دوام لري" او دا حالت "د زغملو وړ نه دی".

اوس اروپايي ټولنه غواړي چې د "د سرچینې خوندي هېوادونو" یو لست جوړکړي، لکه لویدیځ بالکان او ترکیه. دا کار به مرسته وکړي چې د پناه غوښتنلیکونو د سمبالولو کار ګړندی شي، او داسې یو قانوني بنسټ به جوړ شي چې له بالکان څخه راغلي زیاتره پناه غوښتونکي بېرته خپلو کورونو ته ولېږل شي. د دې سیمې له ۱۰ سلنې څخه لږ پناه غوښتونکي په اروپايي ټولنې کې پناه ترلاسه کوي