د مصري الوتکې تښتوونکي "جعلي" ځانمرګی واسکټ اغوستی و

د انځور حقوق .

چارواکي وايي، په یوه کورني الوت کې قبرص ته د مصري الوتکې تښتوونکي له "جعلي ځانمرګي واسکټ" ګټه اخیستې وه. لاهم د الوتکې د تښتولو اصلي انګیزه نه ده په ډاګه شوې، خو د قبرص ولسمشر ویلي، دا "ترهګریزه" پېښه نه وه.

د مصر د کورنیو چارو وزارت له خوا ښودل شوي انځورونه په ډاګه کوي چې تښتوونکی د اسکندریې په هوايي ډګر کې له ډېرو تلاشیو تېر شوی دی.

په قبرص کې د الوتکې تښتولو پېښه د ټولو سپرو په خوشي کېدو او د تښتوونکي په تسلیمېدو پای ته ورسېده.

قبرصي چارواکو وویل، تښتوونکی یو مصری سیف الدین مصطفی دی، چې "ذهني ستونزه" هم لري.

د قبرص د بهرنیو چارو وزیر لوانیس کاسولیدیس ویلي، مصطفی لومړی له خپلې پخوانۍ قبرصۍ مېرمنې سره خبرې کول غوښتل، پولیسو هغه هوايي ډګر ته ورته حاضره کړه، خو وروسته یې نورې "ګډې وډې" غوښتنې هم پیل کړې.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ویلي، په قاهره کې پولیسو د مصطفی د کورنۍ له غړو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

مصري الوتکه په ځايي وخت لارنکا هوايي ډګر ته د ماخوستن په لسو بجو او پنځو دقیقو قاهرې ته خوځېدلې ده.

"دماغي ستونزه"

د انځور حقوق Other
د انځور حقوق Reuters

د قبرص چارواکو ویلي، تښتوونکي دماغي ستونزه لرلوه، او د تښتولو لپاره هېڅ سیاسي انګیزه نه وه.

د قبرص د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي "اوس هرڅه پای ته ورسېدل، تښتوونکی ونیول شو".

د مصر لومړي وزیر شریف اسمعیل هم د پېښې د پای ته رسېدو او د تښتوونکي د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د انځور حقوق

که څه هم ویل شوي چې تښتوونکي غوښتل له خپلې پخوانۍ قبرصي ښځې سره خبرې وکړې، خو ځینې نور رپوټونه وايي چې هغه په مصر کې د مصري ښځینه بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

"جرمي مخینه"

د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د الوتکې تښتوونکی سیف الدین مصطفی "جرمي مخینه" هم لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مصطفی د جعلکارۍ په یوه قضیه کې پړ ګڼل شوی او د یوه کال لپاره د بند سزا ورکړل شوې وه، خو پرته له دې چې د زندان پاتې موده زندان کې تېره کړي، له زندان نه تښتېدلی و. نوموړی د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې خوشی شو.

د انځور حقوق Reuters

مصري چارواکو د هغه خور او درې نور خپلوان نیولي، خو دوی رد کړې ده چې ګني مصطفی دې وړاندې د الوتکې د تښتولو کوم هوډ ښودلی وي.

د الوتکې پېښه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب