''د میسي بوټانو'' د مصریانو غوسه وپاروله

ځینې وايي خبریالې مونا الشرقاوي باید د میسي د بوټو خیرات رد کړی وای د انځور حقوق Youtube
Image caption ځینې وايي خبریالې مونا الشرقاوي باید د میسي د بوټو خیرات رد کړی وای

د ارجنټاین د فوټبال لوبغاړي لیونل میسي د فوټبال خپل بوټان په مصر کې د خیریه چارو د ګټې لپاره لیلام ته خیرات کړي. خو دغه خیرات د مصر په خواله رسنیو کې سخته غوسه راوپاروله، مصریانو دا کار ځان او خپل هېواد ته سپکاوی وباله.

میسي تېره اونۍ د ''هو، زه مشهور یم'' په نامه په یوه تلوېزیوني پروګرام کې راڅرګند شو. دا پروګرام د مصر په یوه تلوېزیون خپرېږي. ده په مرکه کې وویل، غواړي د خپلو بوټانو پیسې په مصر کې خیریه چارو ته ورکړي.

خو په مصري او عربي کلتور کې بوټان د سپکاوي نښه ګڼل کېږي، له همدې کبله ددې پرځای چې مصریان له میسي مننه وکړي، پرځای یې غوسه پارېدلې ده.

په ټویټر د سلیمان احمد په نامه یوه کاروونکي لیکلي: ''د مصر نوم د میسي له بوټانو لوی دی. دا د مصر لپاره لوی سپکاوی دی''.

Image caption د مصر د پارلمان یوه وکیل سعید حساسین د میسي د خیرات په اړه خپله غوسه پر خپل خصوصي تلوېزیون کې د ''انفراد'' په نامه پروګرام کې په ډاګه کړه، خپل بوټان یې وایستل او ویې ویل چې میسي ته یې خیراتوي.

د تیتو المصري په نامه یوه بل ټویټر کاروونکي لیکلي: ''لومړی باید خبریاله ملامته شي، بیا د پروګرام مشر، ځکه چې دا پروګرام یې جوړ کړی. کېدای شوای چې دا کار نه وای شوی''.

خو د مصر د پارلمان یوه وکیل سعید حساسین د میسي د خیرات په اړه خپله غوسه پر خپل خصوصي تلوېزیون کې د ''انفراد'' په نامه پروګرام کې په ډاګه کړه، خپل بوټان یې وایستل او ویې ویل چې میسي ته یې خیراتوي.

د مصري ولسمشر مخالفانو تر ډېره #د_سیسي_ولس_ته_د میسي_بوټان، هشټګونه کارولي، او پر نظام یې کلکې نیوکې کړې دي. دغه هشټګ له ۱۵ زرو ډېرو کسانو کارولی.

د بوټانو تر ټولو مشهوره پېښه په ۲۰۰۸ کال کې بغداد کې وه، کله چې یوه عراقي خبریال منظر الزیدي د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د خبري کنفرانس پر مهال پر خپلو بوټانو وویشت.

د انځور حقوق unicef
Image caption میسي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د ښو هیلو سفیر دی او ماشوم ته د کمېس په لیږد کې دغې ادارې مرسته کړې

تېره میاشت په ګرده نړۍ کې د میسي په تړاو پر خواله رسنیو کې ډېره ستاینه لاس په لاس شوې وه، هغه هم وروسته تر هغه چې د "میسي مینه وال" افغان ماشوم ته یې خپل کمیس ډالۍ کړ.

ورته مطالب