د نړۍ ځینو مشرانو په تړاو میلیونونه حقوقي او مالي سندونه افشا شوي

یو زیات شمېر رابرسيره شوي محرم اسناد ښيي چې حکومتي مشران او بډای کسان څنګه له مالیوي پناه ځایونو نه په ګټه اخستو خپله شتمني پټوي.

د یوه پانامایي شرکت موساک فونسکا (Mossack Fonseca) چې د نړۍ یو له محرمو شرکتونو دی، ۱۱ میلیونه سندونه افشا شوي. ددې سندونو شمېر د ویکي لیکس افشاګرې وېبپاڼې او اډوارډ سنوډن لخوا د خپرو شویو اسنادو په پرتله ډېر دی.

دا سندونه چې په "پانامایي پاڼو" مشهور شوي، ښيي چې دغه شرکت خپلو مشتریانو سره مرسته کړې چې څنګه پیسې ووینځي، له تحریمونو تېر شي او مالیه ورنکړي.

په دغو اسنادو کې د نړۍ د ۷۲ اوسنیو او پخوانیو مشرانو ښکېلتیا لیدل کېږي. دې ډله کې هغه دیکتاتوران هم شته چې خپلو هېوادونو کې په لوټ تالا تورن دي.

دا اسناد جرمنۍ ورځپاڼې زوددوېچه سایتونګ ترلاسه کړي او هغه د "څېړنیزو خبریالانو نړیوال کنسرسیون" (ICIJ) په واک کې ورکړي دي.

د بي بي سي پانورامای پروګرام او د ګارډین ورځپاڼه د نړۍ د ۷۸ هېوادونو له ۱۰۷ رسنیو په ډله کې دي چې دا اسناد یې ارزولي، خو بي بي سي د هغې سرچینې د هویت په اړه معلومات نه لري چې دا اسناد یې وړاندې کړي دي.

د څېړنیزو خبریالانو کنسرسیوم رییس جرارډ رایل وایي، په دغو اسنادو کې د موساک فونسکا شرکت د تېرو ۴۰ کلونو ورځني فعالیتونه شامل دي.

هغه وویل: "ګومان کوم چې د دغو اسنادو زیاتوالي ته په کتو، افشا کېدل به یې د نړۍ مالیاتي پناه ځایونو د فعالیتونو لپاره لوی زیان وي."

دا اسناد په مالیاتي پناه ځایونو کې له پټو شرکتونو سره د مصر او لیبیا د پخوانیو ولسمشرانو حسنی مبارک او معمر قذافي او د سوریې د اوسني ولسمشر بشارالاسد په څېر کسانو د کورنیو او خپلوانو اړیکې ښيي.

دا اسناد همداراز د میلیاردونو ډالرو پیسو وینځلو د یوې شکمنې شبکې نښې نښاني ښيي چې یوه تحریم شوي روسي بانک اداره کوله او د ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلوان پکې دخیل وو.

همداراز د ایسلېنډ لومړي وزیر زیګموندور ګونلاګسون نوم هم لیدل کېږي او اسناد ښيي د یوه هېواد په بانک کې یې نااعلان شوې ګټه لرلې چې د دولت په مرسته له دیوالي کېدو ژغورل شوی و.

د اسنادو له مخې، موساک فونسکا ان د یوه کس هویت بدل کړی ترڅو وښيي چې د یوه میلیون او ۸۰۰ زرو ډالرو مالک دی ترڅو اصلي مالک وکولی شي د خپل هویت له ښکاره کولو پرته له بانک څخه پیسې واخلي.

موساک فونسکا وایي، ددې لپاره چې ډاډه شي مقابل لوري شرکتونه یې په پیسو وینځلو، له مالیې تېښته، له ترهګرۍ ملاتړ او نورو ناقانونه کړنو کې لاس نه لري، د بین المللي پروتوکول له مخې یې عمل کړی دی.

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption روسيه وايي په دغو اسنادو کوم تازه معلومات نشته

دا شرکت وایي، په بشپړ ډول په ټاکل شوي چوکاټ کې یې عمل کاوه او دا چې ددوی له خدمتونو ناوړه ګټه پورته شوې، خواشیني ښيي.

دا شرکت وایي: "۴۰ کاله کېږي چې موساک فونسکا له هرډول نقص پرته په خپل هېواد او نورو حوزو کې په فعالیت بوخته ده. زموږ شرکت هېڅکله له غیرقانوني کړنو سره په اړیکه لرلو تورن شوی نه دی."

"که له شکمن فعالیت یا ناوړه ګټه اخستنې سره مخامخ شوو، ژر ترژره قانوني بنسټونو ته خبر ورکوو. همداراز که دا بنسټونه له هغو اسنادو سره چې احتمالي ناوړه ګټه اخستنه وښيي موږ ته مراجعه وکړي، په بشپړ ډول ورسره همکاري کوو."

موساک فونسکا وایي، ورته شرکتونه په ټولې نړۍ کې شته او د ډېرو قانوني مواردو لپاره کارول کېږي.

د نړۍ يو شمېر مشرانو غبرګونونه

د روسيې د ولسمشر وياند پسکوف ويلي د "پاناما" په نامه اسنادو کې کوم تازه معلومات نشته، په ځانګړي توګه د ښاغلي پوتين په اړه څه نه وايي او د دغو اسنادو د خپرېدو موخه په ټاکنو کې د ولاديمیر پوتنين کمزوري کول ښيي.

د کرملين د ماڼۍ وياند د امريکا د اطلاعاتو ادراې د دغو اسنادو په خپرولو تورنې کړې دي او ويلي يې دي، چې کرميلين يو شمېر خبريالان چې په دې اړه يې څېړنه کوله پېژني دوي د امريکا د استخاراتو ادارې، بهرنيو چارو وزارت او نورو اداروړ غړي وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند د دغو اسنادو د خپرېدو هرکلی کړی او دا يې د هغو کسانو په اړه چې له ماليې تښتي د پلټنې لپاره ښه ګام بللی دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فېلېپ هامونډ ويلي د مۍ په مياشت کې د فساد پر وړاند کنفرانس جوړېږي او د دغو اسنادو په اړه به خبرې وشي.

ورته مطالب