ایران لخوا د ډالرو په کارولو د امریکايي سياستوالو نيوکې

د انځور حقوق getty

وروسته له هغه چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې هڅه کوي ایران ته د امریکا د بانکي سېسټم کارونې اسانتیا برابره کړي، راپور ورکړل شوی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند دوو سناتورانو داسې لایحه برابره کړې چې د ایران لخوا بهرنیو معاملاتو کې د ډالر کارولو مخنیوی کوي.

اسوشیټډ پرېس د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۶مه) راپور ورکړ چې ددغو دوو سناتورانو لخوا جوړې شوې مسودې موخه، بهرنیو بانکونو، بهر کې امریکایي بانکونو، یا دولتونو او بهرنیو مالي موسسو ته له ایران سره د ډالري معاملې د دولتي جواز ورکړې مخنیوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري وړمه ورځ وویل، د امریکا دولت هڅه کوي داسې زمینه برابره کړي چې امریکایي بانکونه وکولی شي په هغو برخو کې چې تر اټومي هوکړې وروسته ممنوعیت نشته، له ایران سره مالي راکړه ورکړه ولري.

ښاغلي کيري ټینګار وکړ چې "ایران په بشپړه توګه د اټومي هوکړې له امتیازونو د ګټې اخستنې حق لري" او زیاته یې کړه چې دغه هېواد تراوسه د هوکړې پر ژمنو ښه عمل کړی دی.

دا دریځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د خبرو تعدیل ګڼل کېده چې وړاندې یې ویلي و، د اوباما دولت "هوډ نه درلود او نه یې لري چې ایران ته اجازه ورکړي د امریکا بانکي نظام ته لاسرسی ولري."

د ښاغلي ټونر خبرې په خپل وار د امریکا خزانې وزیر جیکوب لو له متفاوتو څرګندونو وروسته خپرېږي چې ویلي یې و، "امریکا په جدي ډول دا څېړي چې ایران ته په سوداګریزو معاملو کې د ډالر کارونې اسانتیا برابره کړي."

اوسمهال امریکایي بانکونه حق نه لري ایران سره معاملې وکړي او بهرني بانکونه هم په عمل کې نشي کولی له ایران سره په ډالرو معامله وکړي، ځکه چې دا پیسې باید د امریکا له مالي سېسټم تېرې شي.

دغه ممنوعیت له نورو هېوادونو سره د ایران مالي اړیکې ستونزمنې کړې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې به ورځ اعلان وکړ، اراده نه لري چې د اوسنیو محدودیتونو په لغوه کولو سره بهرنیو بانکونو ته اجازه ورکړي له ایران سره په ډالر او د امریکا بانکي سیسټم له لارې کار وکړی.

خو زیاته یې کړه، "هغوی ته دا اسانتیا شته چې له اروپایي مالي موسسو ګټه واخلي."

ښاغلي اوباما ټینګار وکړ چې ایران د اټومي هوکړې (برجام) متن رعایت کړی، خو د هغه "ماهیت" درناوی یې نه دی کړی، لکه د بالسټیکي توغندي ازمویل چې پرې په عبري ژبه د اسراییلو د نابودۍ شعار لیکل شوی دی او "دا ګام" شرکتونه اندېښمنوي.

بارک اوباما همداراز ویلي، دولت به یې بهرنیو شرکتونو ته "څرګنده کړي" چې څنګه له ایران سره معامله ولري ترڅو د امریکا لخوا تحریم نه شي.

ورته مطالب