د سوریې علوي مشران له بشار اسد نه 'بیزاره شوي'

بشار الاسد او د هغه پلار حافظ اسد او ځینې نور جګپوړي سوري چارواکي هم د علوي مذهب پلویان دي.
Image caption بشار الاسد او د هغه پلار حافظ اسد او ځینې نور جګپوړي سوري چارواکي هم د علوي مذهب پلویان دي.

بي بي سي داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د سوریې علوي مشرانو له ولسمشر بشار الاسد نه خپله بیزاري اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې د سوري دولت 'کړنې' باید پر علویانو پورې ونه تړل شي.

بشار الاسد او د هغه پلار حافظ اسد او ځینې نور جګپوړي سوري چارواکي هم د علوي مذهب پلویان دي.

د علویانو دغو ټولنیزو او مذهبي مشرانو ویلي، هیله یې دا ده چې هېواد یې د 'رڼا' تګلوری غوره کړي.

د سوریې علوي مشرانو له ولسمشر، دولت او حکومت نه د براءت په اعلانولو سره د سوریې د راتلونکې په اړه هم ځینې طرحې وړاندې کړې.

ددوی په طرحو کې د سیکولریزم، د دینونو او د مسیحیانو او مسلمانانو او د نورو مذهبونو د ملاتړو د آزادیو خبره هم راغلې ده.

په دې اته مخیزه لیکنه کې، چې یوه لمېسه (کاپي) یې بي بي سي ترلاسه کړې ده، علوي مشرانو د علوي مذهب (نصیریه) تعریف وړاندې کړی دی.

که څه هم ډېری خلک علویان د شیعه مذهب یوه برخه بولي، خو د علویانو مشرانو پخپله تازه لیکنه کې ټینګار کړی، چې دوی (د دود شوي باور برعکس، ځینې علویان شیعه ګان نه دي، او د اسلام د دین په چوکاټ کې یې خپلواک هویت غوره کړی).

علوي مشرانو لیکلي دوی ''د مذهبي او فرقه ییزې جګړې مخالف دي او د انسانانو برابري، آزادي او یو ډول حقونه غواړي''.

علویان په سوریه کې لږکي ګڼل کېږي، چې د ټول ټال وګړو له ۸ تر ۱۵ پورې سلنه یې جوړوي.

علویان له څو لسیزو راهیسې په واک کې پاتې شوي. شاید لامل یې هم دا وي چې بشار الاسد علوي دی، همدا ده چې د حکومت او امنیتي بنسټونو لویې څوکۍ له دوی سره دي، چې ویل کېږي هلته یې واک انحصار کړی دی.

خو وړاندې ددغې ډلې ډېری مشرانو ویل چې د سوریې حکومت له علویانو سره چندان ښه رویه نه ده کړې، بلکې یوازې هغه د ګوتو په شمار علویان پکې خوشحاله دي، چې د اسد له کورنۍ سره نژدې اړیکي لري او یا حکومت کې جګپوړي پوستونه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې د سمندرغاړي لاذقیه ښار ډېری اوسېدونکي علوي لږکي دي.

د سوریې د علوي مشرانو په دې نوي سند کې ویل شوي، که څه هم د دوی ډېری پلویان د حافظ اسد او د هغه د زوی بشار اسد په حکومتونو کې لوړ او حساس پوستونه لرل او لري یې، خو ددوی په اند، د سوریې حکومت یوازې هغه وخت مشروعیت پیدا کولی شي چې دیموکراسۍ او د بشري حقونو بنسټیزې پاملرنې ته ژمن پاتې شي.

علویان په لسمه پېړۍ کې د سوریې ګاونډي عراق کې راپورته شول.

د علویانو مشران وايي، د خپلو مذهبي دودونو له کبله ډېر وخت له وېرې پټ پاتې شوي دي.

ورته مطالب