د ترکیې سوېل کې چاودنې ۶ امنیتي کسان وژلي

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې دیار بکر ښار کې لویه چاودنه وشوه، چې لږترلږه اوه کسان یې ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل. د انځور حقوق AFP
Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې دیار بکر ښار کې لویه چاودنه وشوه، چې لږترلږه اوه کسان یې ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

د ترکیې 'دوغان' خبري اژانس ویلي، د هېواد په سوېل ختیځ کې د چاودنې له کبله د ځانګړو ځواکونو پنځه غړي او یو پولیس وژل شوي.

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي، چاودنه د 'ماردین' ولایت په 'نصیبین' سیمه کې شوې ده. د چاودنې پړه پر پي کې کې وسله والې ډلې اچول شوې ده.

'نصیبین' سیمه د تېر مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې کلابنده وه. د کلابندۍ لامل یې له سیمې د کردستان د کارګر ګوند د شړلو لپاره د پوځي عملیاتو پیلېدل وو.

چارواکو ویلي، هلته ددغه ګوند وسله والو لښتي کیندلي او ځینې موانع یې جوړ کړي دي.

پر همدې مهال، امنیتي سرچینو ویلي، ترکي چارواکو د دیار بکر ښار د چاودنې په تړاو یو اصلي مشکوک سړی نیولی دی.

پولیسو د تېرې جمعې په ورځ نهه نور کسان د یادې پېښې په تړاو هم ونیول.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې دیار بکر ښار کې لویه چاودنه وشوه، چې لږترلږه اوه کسان یې ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

د کردستان کارګر ګوند د برید پړه ومنله.

دیار بکر ښار د روان کال له پیله د امنیتي ځواکونو او د کردستان د کارګر ګوند د جنګیالیو د جګړې ډګر ګرځېدلی.

په سیمه کې ترکي ځواکونو څو ځلې جګړه پیل کړې ده.

حکومت وايي، هلته نژدې پنځه زره وسله وال او ۴۰۰ ترکي ځواکونه او پولیس د تاوتریخوال په پېښو کې وژل شوي.

د ترکیې سوېل ختیځ په تېر جولای کې د حکومت او د کردستان د کارګر ګوند ترمنځ د اوربند د هوکړې له ماتېدو وروسته د تاوتررخوالو شاهد دی.

ورته مطالب