۴۷ هندي پولیس د سکانو وژلو په تور عمري بندیان شول

۲۵ کاله وړاندې سک زیارت کوونکو په بسونو کې سفر کاوه. د انځور حقوق
Image caption ۲۵ کاله وړاندې سک زیارت کوونکو په بسونو کې سفر کاوه.

په هند کې ۴۷ پولیس افسران له دې کبله په عمري بند محکوم شوي، چې په ۱۹۹۱ کال یې ۱۰ زیارت کوونکي وژلي او بیا یې د وژلو لپاره د دروغو ویلو هڅه کړې ده.

په پېښه کې ۱۰ نور تورن پولیس افسران وړاندې مړه شوي دي.

د ۲۵ کلونو وړاندې دغه قضیه هغه مهال راپورته شوه، چې د سکانو یوې ډلې، چې کورنۍ، ماشومان او ښځې هم پکې وې، په یوه بس کې د هند شمال اتر پردیش ایالت له لارې د سپېڅلو ځایونو له کتلو وروسته سفر کاوه.

پولیسو یې بس په پیلیبیټ سیمه کې ودراوه او ځینې نارینه یې په زور له بس نه کوزېدو ته اړایستل.

وروسته، نور پولیس سیمې ته ورغلل، او نارینه سکان یې پر څو ډلو ووېشل، یوه ځنګل ته یې له بېولو وروسته په ډزو ووژل.

له پېښې وروسته پولیسو د خپل جرم د پټولو لپاره دروغ وویل. دوی ادعا وکړه چې وژل شوي کسان وسله وال وو.

د څېړنو اصلي مرکز ویلي، د وژلو انګیزه دا وه چې ګني پولیس د "ترهګرو" په وژلو سره انعامونه ترلاسه کړي.

"ده انډین ایکسپرېس" د تورنو کسانو د محاکمې لپاره د ځانګړې محکمې له قوله پخپل راپور کې ویلي، ځینې هغه پولیس افسران هم د دغې وژنې ترشا دي، چې په مهمو پوستونو کار کوي، خو د څېړنې مرکزي ادارې دغه کسان له خپلو څېړنو لیرې ساتلي دي.

محکمه وايي، د څېړنو ددغې ادارې څېړنه په بشپړه توګه شفافه نه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه مهال ځینو سک ډلو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله

د وژل شویو سکانو خپلوانو د محکمې له ودانۍ بهر د محکمې د پرېکړې پر وړاندې لاریون کړی، او وايي چې په محاکمه کې "ډېر زړه سوی" ښودل شوی دی.

د یوه وژل شوي ښځې ‎بلوینډر جیټ کاور "انډین اېکسپرېس" ته ویلي: "موږ په دې قضاوت ناراضه یو. تورنو ته باید د مرګ سزاګانې ورکړل شي. موږ به د استیناف قضیه راپورته کړو".

ورته مطالب