"په هرو ۱۱ کسانو کې يو د شکرې پر ناروغۍ اخته دی"

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption په نړيواله کچه په هرو ۱۱ کسانو کې يو کس پد شکرې پر ناورغۍ اخته دی

د روغتيا نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې د شکرې ناروغي د ريکارډ کچې ته رسېدلې او په هرو ۱۱ کسانو کې يو کس پر دغه ناورغۍ اخته دی.

د شکرې ناروغۍ په تړاو د دغې ادارې د راپور له مخې په ۱۹۸۰کال پر دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۸ ميليونه وو چې په ۲۰۱۴ کال کې ۴۲۲ ميليونو ته جګ شو، چې نژدې څلور ځله زياتوالی په کې راغلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په وينا، په وينه کې د خوږو يا شکرې زياتوالی يوه پېچلې ناروغي او يو لوی وژونکی دی، چې هر کال په نړۍ کې نژدې څلور ميليونه کسان وژني.

د دغې سازمان کارکوونکي وايي، که په دې اړه کوټلي ګامونه وا نه خستل شي نو له شکرې سره د تړلو ناروغيو له کبله مرګونو کې به زياتوالی همداسې دوام وکړي.

په دغه څېړنه کې د شکرې ناروغۍ دواړه ډولونه (ټايپ ۱ او ټايپ ۲) يو ځای را ټول شوي، خو د راپور له مخې ډېر زياتوالی دوهم ډول شکرې ناروغۍ کې راغلی دی.

دوهم ډول شکرې ناروغي له غيرصحي ژوند سره تړاو لري، اوسمهال په نړۍ کې په هرو دريو کسانو کې يو د وزن له ډېروالی سره مخ دی، لکه څنګه چې د خلکو وزن زياتېږي په دغه کچه د ناروغانو شمېر هم ورسره ډېرېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان د شکرې ناروغۍ پر ضد د کمپاين مشر ډاکتر اتيني کرګ له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "شکر يوه پټه او د اسې ناروغي ده چې په لويه کچه زياتېږي او موږ يې بايد مخنيوی وکړو"

د انځور حقوق thinkstock

نوموړی وايي موږ "د شکرې ناروغۍ مخنيوی کولی شو، موږ پوهېږو چې څه وکړو، موږ دغه ناروغي په دې ډول زياتېد ته نشو پرېښودای، ځکه دا د خلکو پر روغتيا او ټولنه ډېر بد اغېز لري".

په وينه کې د شکرې ناروغۍ نه کنټرولول د روغتيا لپاره ډېر ناوړه ثابتېدای شي. که چېرې په وينه کې د خوږو اندازه ډېره وي نو د زړه حملې خطر هم درې ځله ورسره ډېرېږي او ۲۰ ځله د پښې پرې کولو خطر کې هم زياتوالی راځي. د پښتورګو ناورغۍ او ړوندوالي له ستونزو سره هم انسان مخامخ کوي.

په نړيواله کچه د مرګ له مخې د شکرې ناروغي اتم ځای لري او هر کال ۱،۵ ميليونه کسان د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. او هر کال ۲،۲ ميليونه کسان له داسې ناروغيو مري چې له شکرې سره تړاو لري. ۴۳ سلنه يې له ۷۰ کلنۍ وړاندي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خوځېدونکی بوج

په نړيواله کچه په ۱۹۸۰ کال کې د شکرې ناروغان په هغو هېوادونو کې زيات وو، چې د ژوند کچه په کې ډېره ښه وه، خو په دې کې اوس بدلون راغلی نن سبا په دغه ناروغۍ ډېری اخته کسان مخ پر ودې هېوادونو کې تر سترګو کېږي.

د ډاکتر کرګ په وينا " مخ پر ودې هېوادنه هغه سيمې دي چې د شکرې ناروغي په کې ډېره شوې ده او د نړۍ ډېری خلک هم په دغو هېوادونو کې اوسېږي، که مو نور کوټلي ګامونه وا نه خستل د دغو ناروغانو په شمېر کې به نور هم زياتولی راشي"

په ۱۹۸۰ کال کې په منځني ختيځ کې د شکرې ناروغي نژدې ۶ سلنه وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېر ۱۴ سلنو ته جګ شو.

په منځني ختيځ کې د شکرې ناروغۍ کارپوه ډاکتر سليم سلامه بي بي سي ته ویلي "موږ په هغو سيمو کې ژوند کوو چې د دغه ناروغانو په شمېر کې تر ټولو ډېر زياتوالی راغلی دی او دلته د شکرې ناروغانو شمېر له ۶ ميليونو څخه ۴۳ ميليونو ته خلتی دی"

د قطر او کويت له ۲۰ سلنه ډېر اوسېدونکي د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د ۴۵ تر۶۰ کلونو عمر کسانو کې بيا دغه شمېر له ۳۰ تر۴۰ سلنو پورې دی.

ډاکتر سليم وايي په دغو شمېرو کې د زياتوالي يو علت د زړو خلکو په شمېر کې زياتوالی هم دی خو لوی مشکل غيرصحي خواړه او سپورت نه کول دي.

حل لار

د انځور حقوق THINKSTOCK

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، "د دغې ستونزې د حل لپاره باید ټول هېوادونه يو ځای کار وکړي".

د ډاکتر کرګ په وينا "تر ټولو اسانه لار يې دا ده چې موږ ټول ورزش وکړو، روغتيايي خواړه وخورو او د وزن زياتوالي مخنيوی وکړو"

نوموړي له حکومتونو غوښتي چې په خوړو کې د غوړو او خوږو اندازه کابو کړي او يقيني کړي چې خلکو ته روغتيايي خواړه ورسېږي.

ډاکتر کرګ د خوړو جوړولو پر کمپنيو هم غږ کړی چې "مسوولانه عمل وکړي، او په خوراکي موادو کې د خوږو او غوړو اندازه کمه کړي".

نوموړی وايي کله چې زه دغه راپور لولم دوه شيان مې اندېښمن کوي، لومړی دا چې په هرو ۱۱ کسانو کې يو د شکرې پر ناروغۍ اخته دی او دوهم، نا انصافي، مخې پر ودې هېوادونو کې د شکرې په ناروغۍ اخته کسان درملو او هغه ټکنالوژۍ ته چې دغه ناروغي پرې کنټرول کړي لاس رسي نه لري.