د 'پاناما لیکس' د افشا شویو اسنادو ډېره برخه چینايان دي

د هانګ کانګ سیاحتي سیمو کې د اسعارو د بدلولو ګڼ دوکانونه دي
Image caption د هانګ کانګ سیاحتي سیمو کې د اسعارو د بدلولو ګڼ دوکانونه دي

د پاناما له یوه لانجمن شرکت نه د میلیونونو ډاګیزو شویو اسنادو شننه ښيي، چې د دغه کاروبار تر ټولو لویه سرچینه چینايي پانګوال دي.

د څېړنیزې خبریالۍ نړیوالې ټولنې لخوا ترسره شوې څېړنه ښيي، چې د دغه شرکت کابو درېمه برخه کاروبار په چین او هانګ کانګ کې د دغه شرکت د دفترونو له لارې کېده.

دا څېړنه دا مسله لا پسې روښانوي چې په چین کې تر ټولو بډای وګړي څنګه خپله شتمني د بهرنۍ بانکوالۍ په مټ خوندي کوي. د اټکل له مخې، تېر کال له چینه یو تریلیون ډالر تر ډېره په ناقانونه توګه د هانګ کانګ له لارې ویستل شوي دي.

د هانګ د لویو بانکونو په سیوري کې، د صرافیو د دوکانون کتارونه شته چې د پیسو په ژر او پټو راکړو ورکړو کې تخصص لري.

د چین د مشرانو کورنۍ

Image caption لږ تر لږه اووه اوسني مشران د پانامې د قانوني بنسټ له خوا په جوړو شوو کمپنیو کې پیسې بندې کړي چې په دوی کې د چین اوسنی ولسمشر، شي جن پنګ او دوه لوړپوړي مشران هم راځي.

خو د صحنې ترشا خورا لویې معاملې مرسته کوي چې پیسې په بې ساري ډول ولېږدول شي. پانګه د پیسو د راکړې ورکړې د معامله ګرانو له لوري، له اصلي وچې هانګ کانګ او له هغه پورې غاړې لېږدول کېږي.

د موساک فانسیکا افشا شوو اسنادو وښودله چې د چین د مشرانو کورنۍ څنګه پیسې له هېواده د باندې ساتلي دي.

او اوس د څېړنیز ژورنالیزم د نړیوال همبرخه- والتوب یا کانسور له خوا د اسنادو څېړنې ښودلې چې د کمپنۍ نژدې یو پر درېمه برخه سوداګري هانګ کانګ او چین کې د دوی له دفترونو راغلي چې په دې ډول د کمپنۍ تر ټولو لوی بازار چین او تر ټولو بوخت دفتر یې هانګ کانګ بلل کېدی شي.

یوازې تېر کال شاوخوا یو ترېلیون امریکايي ډالر له چین وتلي.

دا داسې یو بدلون دی چې کولی شي د ټول چین اقتصاد بې ثباته کړي.

په هغو کسانو کې چې له هېواده د باندې یې خپله شتمنۍ لېږدولې، د چین د مشرانو خپلوان هم شته.

د چین اوسنی ولسمشر

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین اوسنی ولسمشر شي جین پینګ

لږ تر لږه اووه اوسني مشران د پانامې د قانوني بنسټ له خوا په جوړو شوو کمپنیو کې پیسې بندې کړي چې په دوی کې د چین اوسنی ولسمشر، شي جین پینګ او دوه لوړپوړي مشران هم راځي.

Image caption له چین نه ډېری وتل شوې پیسې هانګ کانګ کې په کار اچول شوې دي

که څه هم چین کې له هېواده د باندې د کمپنیو درلودل غیر قانوني کار نه دی خو د پټو اقتصادي جوړښتونو د شتون مسلې، د چین د مشرانو د کورنیو لپاره بېلابېلې پوښتنې راپورته کړي.

د چین د کمونست ګوند د اساسي قانون له مخې له چینايي مشرانو تمه کېږي چې پاک ژوند ولري او له خپل سیاسي موقفه استفاده ونکړي. او مهمه دا هم ده چې کورنۍ یې له لوړو مقامونو سره له اړیکو ګټه پورته نکړي.

Image caption د اټکل له مخې له چین نه تېر کال ۱ ټریلیون ډالر وتلي، چې هلته یې اقتصاد کمزوری کړی و

هر چینايي وګړی حق لري په کال کې یوازې پنځوس زره امریکايي ډالره له هېواده د باندې وباسي. تر دغه پورته پیسې ډېری مهال په قاچاق اېستل کېږي.

هانګ کانګ کې د چین د اصلي وچې سیلانیان خپلې پیسې پر قیمتي توکو بادوي، او د نړۍ په نورو برخو کې هم همداسې ده. د چین ډېر شتمن او ښایي آن د لوړ مقامونو خلک هم خپلې پیسې بهرنیو ملکونو کې ولګوي او یا یې وساتي، خو دا د چین د اقتصادي بې ثباتۍ په بیه تمامېږي.

ورته مطالب