د سعودي او مصر ترمنځ په سره بحيره پول جوړيږي

Image caption د سعودي بادشاه او د مصر ولسمشر نزدې ملگري دي.

د سعودي عرب بادشاه اعلان کړى دى چې د سړک له لارې د سعودي او مصر نخلولو لپاره به دسرې بحيرې په سر پول جوړوي.

بادشاه سلمان يوې وينا کې ويلي دي چې " دا پول به د دواړو ملگرو هېوادو ترمنځ سوداگري پراخه کړي".

ده دا اعلان مصر ته د خپل سفر په دويمه ورځ وکړ. د مصر ولسمشر ويلي دي چې دا پول به د بادشاه سلمان په نوم نومول کېږې. ولسمشر سيسي د سعودي د حکومت يو نزدې ملگرى دى.

شاه سلمان وايي " خپل ورور سيسي سره ددې پول په جوړولو موافقې ته رسېدلى يم".

ده وويل چې " دې تاريخي گام سره چې دوه وچې، افريقا اواسيا، به سره نخلوي سوداگرۍ کې داسې زياتوالى راشي چې وړاندې نه ده ليدل شوې".

ددې نه وړاندې هم د سرې بحيرې په سر د پول جوړولو وړانديز شوى دى، خوکله يې هم په اړه عملي گامونه نه دي اخيستل شوي.

وړاندې په دې پروژې له درې تر څلور ميليارده ډالرو لگښت اټکل شوى، خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړ شوي.

بادشاه سلمان دا مهال د مصر په پنځه ورځني سفر دى او تمه کېږي چې د سوداگرۍ او همکارۍ نورتړونونه به هم اعلانوي.

د انځور حقوق AP
Image caption له هغې وروسته چې ولسمشر سيسي په ٢٠١٣ کال کې د ولسمشرمحمد مرسي حکومت په يوې کودتا کې له منځه يوړو سعودي عرب او د خليج نورو هېوادو مصر سره د مېلياردو ډالرو مرسته کړې ده.

بادشاه سلمان ته د پنجشنبې په ورځ د قاهرې له پوهنتون څخه د دکتورا افتخاري سند ورکړ شو.

ولسمشر سيسي وويل چې " دعربي نړۍ د گډسفر په اړه مونږ نوى فصل پرانستى دى".

سعودي عرب او د خليج نورو هېوادو مصر سره له هغې وروسته چې ولسمشر سيسي په ٢٠١٣ کال کې د اخوان المسلمين حکومت له واکه لرې کړ د مېلياردو ډالرو مرسته کړې ده