جان کېري: د ملي یووالي حکومت پای ته نېټه نه ده ټاکل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption جان کېرې له افغان حکومت سره د مرستو ژمنه وکړن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د ملي یووالي د حکومت عمر پنځه کلن دی چې په وینا یې هغې سیاسي هوکړې چې پر بنسټ یې اوسنی دولت په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شو، د دغه دولت د پای ته رسېدو نېټه نه ده مشخصه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی او هلته يې د افغان ولسمشر په ګډون له يو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له جان کېرې سره په ليدنه کې په حکومت کې د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

ښاغلي جان کېرې د افغان حکومت له مشرانو غوښتي چې د هېواد د ګټو لپاره خپلمنځي اختلاف له منځه يوسي او په ګډه کار وکړي.

امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي د ملي يووالي حکومت دوره ۵ کلنه ده. په ۲۰۱۴ کال کې د نوموړي په منځګړيتوب د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ يو موافقه لیک لاسليک شو، چې پربنسټ یې د ملي یووالي اوسنی حکومت جوړ شو.

جان کېري کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره ګډې خبري ناستې ه وویل، "دغې هوکړې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د کار پای ته نېټه نه ده ټاکلې".

په عين حال کې ولسمشر اشرف غني په دغه ناسته کې د امريکا له اقتصادي او پوځي مرستې مننه او يو ځل بيا يې د اصلاحاتو او فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکړه.

نوموړي وويل چې هېواد به يې د پولنډ د وارسا او د مرسته کوونکو هېوادونو د بروکسل په ناسته کې له لاسته راوړنو سره ګډون وکړي.

همدا ډول ښاغلي کېري له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د خبرو له لارې جګړه پای ته ورسوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کېري د افغان ځواکونو وړتیاوې او مسلکيتوب وستایه، چې په وینا یې ملاتړ یې اړین دی.

ښاغلي کېري د ملي یووالي حکومت له اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

د اجراییه ریاست د ویاند له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، عبدالله عبدالله له ښاغلي کېري سره د ښې حکومتولۍ، پراخو اصلاحاتو، په تېره بیا د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي عبدالله د افغانستان د وله والو ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې هم د امریکا او افغانستان ترمنځ د ګډې همکارۍ هیله وښوده.

جان کېري د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره تر کتنې وړاندې کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د ناټو په راتلونکې ناسته کې به د افغان ځواکونو پر وړتیاوو خبرې وشي.

ښاغلي کېري وویل، امریکا، د افغانستان د ملي حاکمیت، دیموکراتیک او اباد افغانستان ملاتړ کوي، چې په وینا یې همدا هدف د ۲۰۱۲ کال په امنیتي لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ځای شوی دی.

نوموړي وویل، راتلونکې جولای د ناټو غونډه کې له افغان ځواکونو سره پر همکارۍ خبرې کېږي او په اکتوبر کې به بروکسل کې د افغانستان پراختیايي مرستې او پرمختګ وارزول شي.

ښاغلي کېري د افغان ځواکونو وړتیاوې او مسلکيتوب وستایه، چې په وینا یې ملاتړ یې اړین دی.

نوموړي وویل، له افغان چارواکو سره د ښې حکومتولۍ او ټاکنیزو اصلاحاتو پرسر خبرې کوي، چې په وینا یې وړاندې یې هم له افغان چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړې.

ښاغلي کېري دغې خبري ناستې ته وویل، "اسلامي دولت" ډله د افغانستان لپاره لوی سرخوږی دی.

دغه ډله د افغانستان په ختیځ کې فعالیت لري، چې څو ځلې افغان ځواکونو درنې جګړې ورسره کړې دي.

ښاغلی کېري له ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې امنیتي هوکړې پر سر خبرې وکړې.

د دغې هوکړې له مخې، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور ته لاره هوارېږي.

ښاغلي کېري داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هم تازه هڅې پیل شي.

ورته مطالب