د لبنان مخکیني وزیر ته د چاودېدونکو توکو د لېږد په تور د بند سزا

میشال سماحه د انځور حقوق .
Image caption سماحه د محاکمې پرمهال له سوریې نه لبنان ته د چاودېدونکو توکو د لېږدولو تورونه منلي دي.

د لبنان یوې محکمې د اطلاعاتو پخوانی وزیر میشال سماحه په دې جرم په لسو کلونو بند محکوم کړی چې ګني له سوریې نه یې د سوریې د استخباراتو په همکارۍ لبنان ته چاودېدونکي توکي لېږدولي دي.

محکمې ښاغلی سماحه په لبنان کې د وژنو د دسیسو پر جوړولو او چاودنو تورن کړی.

سماحه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد یو نژدې ملګری ګڼل کېږي.

په سوریه کې تر ډېره کورنۍ جګړې پر لبنان منفي اغېز کړي، ځکه چې لبناني ګوندونه د اسد د ملاتړو او مخالفو ترمنځ وېشل شوي.

لبنان کې دا مهال تر یو میلیون ډېر سوري کډوال مېشت دي، او د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې دغه هېواد کې هم تاوتریخوالی ډېر شوی.

سماحه په ۲۰۱۲ کال هم د استخباراتو د معلوماتو د څانګې له خوا نیول شوی و، خو کورنۍ یې ویلي وو چې ګني د نیولو تر شا یې "سیاسي انګیزه" ده.

د سماحه په اړه محکمې په ۲۰۱۵ کال د پنځه نیمو کلونو د بند پرېکړه کړې وه، خو د تمیز پوځي محکمې دا حکم مات کړ او د بیا محاکمه کېدو لپاره یې نېټه وټاکله.

سماحه د محاکمې پرمهال له سوریې نه لبنان ته د چاودېدونکو توکو د لېږدولو تورونه منلي دي.

وړاندې د لبنان خبري رسنیو د ښاغلي سماحه ځینې ثبت شوي غږونه خپاره کړي وو، چې په ښکاره یې پکې د امنیتي سازمان له یوه "جاسوس" میلاد کفوري سره په ګډه د چاودنو د پلان خبرې کړې وې.

ورته مطالب