د اتریش دولت د هیتلر د زوکړې کور استملاک هوډ لري

Image caption د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، هدف یې دا دی چې دا کور د نازیانو د خواخوږو د ټولېدو ځای ونه ګرځي.

د اتریش دولت ویلي، د هغه کور د استملاک هوډ یې کړی، چې اډولف هیتلر پکې زیږېدلی دی.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دا پرېکړه د "نیو- نیازي" اندونو د پراختیا د مخنیوي په باره کې له څو کلنو ارزونو وروسته وشوه.

اډولف هیتلر د ۱۸۸۹ کال په اپریل کې په دې کور کې، چې د اتریش په شمال "براوناو" ښار کې دی او له جرمني سره پوله لري، نړۍ ته سترګې وغړولې.

کله چې هیتلر درې کلن و، کورنۍ یې د تل لپاره له "براوناو" ښاره ووتله.

خو نوموړی په ۱۹۳۸ کال په یوه لنډ سفر، چې ویانا ته روان و، او اتریش له جرمني نازیانو سره یوځای شوی و، براوناو ته ستون شو.

د سیمې خلک وايي، دا کور لاهم د "نیو-نازیانو" د پاموړ ځای ګڼل کېږي.

په اتریش کې چارواکي وايي دا کور په ۱۹۷۲ کال د کور د څښتن له خوا په کرایه ورکړل شوی و، او څو کلونه د معلولینو د پالنې لپاره ګټه ترې اخیستل کېده.

خو د حکومت او د کرایه نیوونکي ترمنځ له شخړې وروسته کور تش کړای شو، ځکه جیرلیندیه بومر چارواکو ته د کور د ترمیمولو اجازه نه ورکوله.

Image caption هیتلر په ۱۹۳۸ کال په یوه لنډ سفر، چې ویانا ته روان و، او اتریش له جرمني نازیانو سره یوځای شوی و، براوناو ته ستون شو.

د حکومت په نوي پلان کې د کور قراردادي ته د استملاک په مقابل کې د پیسو ورکول په پام کې نیول شوي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، هدف یې دا دی چې دا کور د نازیانو د خواخوږو د ټولېدو ځای ونه ګرځي.

دغه کور له ورایه داسې نه ښکاري او نه هم داسې کومه نښه یا لوحه ورباندې شته چې ځانګړتیا دې ولري، خو له کوره بهر پر یوه ډبره لاندې توري توږل شوي "هېڅکله فاشیزم ته نه. د میلیونونو مړو شویو په حافظه کې"، خو پر ډبرې د هیتلر نوم نه دی توږل شوی.

د کور د استملاک په تړاو ګڼې څرګندونې شوې، ځینې وايي پلان دا دی چې دا کور په ځینو کوچنیو استوګنځایونو ووېشل شي، او یا دا چې د ډېر عمر لرونکو خلکو د زده کړې مرکز وګرځول شي، یا موزیم ترې جوړ شي او یا دا چې د نازیانو پروړاندې مرکز شي.

خو ددغه کور د ړنګولو غوښتنې هم شوې دي. د روسیې د پارلمان یوه غړي یې د پېرلو او بیا ړنګولو وړاندیز هم کړی.

Image caption له کوره بهر پر یوه ډبره لیکل شوي: ''د میلیونونو مړو شویو په حافظه کې''

د نازي فکر لرونکي هیتلر له ۱۹۳۳ کال د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه ۱۹۴۵ پر جرمني واکمني وکړه.

د نازیانو نظام په ۱۹۳۹ کال د پولنډ له لاندې کولو وروسته د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو راهیسې میلیونونه کسان ووژل، چې ډېری یې یهودان وو. دا ټول وژنه په "هالوکوسټ" شهرت لري.

+ د هیتلر او ترکاڼ کیسه ولولئ

ورته مطالب