هندي معبد کې د اورلګېدو قربانیان تر سلو واوښتل

هندي معبد کې د اورلګېدو قربانیان تر سلو واوښتل هندي پولیس وايي، د سوېلي کیرالا ایالت پوتینګال ښار په یوه معبد کې د اورلګېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر سلو اوښتی او تر ۲۰۰ ډېر نور پکې سخت سوځېدلي دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، اور د شنبې ورځې له ماسپښین وروسته هغه مهال ولګېد، چې په معبد کې له مذهبي مراسمو وروسته اورلوبه پیل شوه.

ویل کېږي د اورلوبو لمن د دغې لوبو د توکو زېرمې ته ورسېده.

د اور له لګېدو سره د معبد ودانۍ سوځېدلې او لوېدلې ده، چې پکې ځینې ایسار کسان مړه شوي.

ایالتي چارواکو د اورلګېدو د لامل معلومولو امر کړی.

د کیرالا ایالت د کورنیو چارو وزیر رامش چنیهالا وویل: "دغه معبد هر کال د فسټیوال په پای کې د اورلوبو شاهد وي. دا مهال مرستندویان هڅه کوي تر کنډوالې لاندې کسان راوباسي".

Image caption تر ۲۰۰ ډېر کسان په اورلګېدنه کې سخت سوځېدلي
د انځور حقوق CMO Kerala
Image caption د اورلګېدو له کبله د معبد یوه برخه نړېدلې ده.

رپوټونه وايي، پولیسو د مذهبي مراسمو پرمهال د پوتینګال په دې معبد کې د اورلوبو اجازه نه وه ورکړې.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د پېښې سیمې ته تللی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، په کلم معبد کې د اورلګېدو پېښه زړه بوږنوونکې وه.

د انځور حقوق CMO Kerala
Image caption په اورلګېدو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان سخت سوځېدلي دي.

په هندي معبدونو کې اورلوبې کومه نوې خبره نه ده، خو په دغو لوبو کې ډېر ځلې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځايي چارواکي وايي، اورلګېدنه د اورلوبو د مراسمو شروع کېدو سره پیل شوه

ورته مطالب