د ابو سیاف ډلې ۱۸ فیلیپیني پوځيان وژلي

د فیلیپین پوځيان
Image caption د فیلیپین پوځيان

د فیلیپین پوځي چارواکي وايي، د ابو سیاف اورپکې اسلامپالې ډلې له جنګیالیو سره په نښته کې لږترلږه ۱۸ فیلیپیني پوځيان وژل شوي.

په دې نښتو کې لسګونه نور پوځيان ټپیان شوي.

د فیلیپین یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ وویل، د سوېلي بسیلان ټاپو په یوه ورځنۍ درنه نښته کې لږترلږه ۱۸ پوځيان ووژل شول.

خو د فیلیپین دولت یوازې د ۲۲ پوځيانو د ټپي کېدو خبره کوي.

لکه څرنګه چې رپوټونه وايي، د فیلیپین دولتي ځواکونو هڅه کوله د ابو سیاف ډلې مشر په نښه کړي.

د ابو سیاف مشر ایسنیلن هپیلن ویلي، له "اسلامي دولت" ډلې سره یې بیعت کړی دی.

د امریکا دولت د ښاغلي هیپلن د نیول کېدو او یا د کره ځای ځایګي د معلومولو لپاره پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.

د ابو سیاف ډلې په تېرو څو میاشتو کې د فیلیپین په جنوبي او ناامنه سیمو کې ګڼې چاودنې کړې، ځینې کسان یې تښتولي او پیسې یې ترې اخیستې دي.

ابو سیاف فیلیپین کې یوه کوچنۍ، خو ډېره فعاله مخالفه او اسلامپالې ډله ده، چې ویل کېږي، نژدې درې سوه جنګیالي لري.

دې ډلې وړاندې د دولت او لویې بېلتون غوښتونکې ډلې "د مورو اسلامي جبهې" ترمنځ د سولې لاسلیک شوی هوکړه لیک رد کړ او د مرکزي دولت پر وړاندې یې مبارزې ته دوام ورکړ.

د هوکړې له مخې په پام کې وه چې د فیلیپین په جنوب کې یوه کورواکې سیمه جوړه شي، چې طرحه یې د دولت او د مسلمانو مشرانو په ګډه چمتو کېږي.

فیلیپین کې نژدې ۱۰ میلیون مسلمان وګړي اوسېږي، چې په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې مسلمانو سوداګرو هلته په تدریجي ډول اسلام خپور کړ.

د ابو سیاف ډله د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې جوړه شوه چې ځینې بهرني مرستندویان او مذهبي تبلیغ کوونکي او سیلانیان یې د هېواد په سوېل کې تښتولي دي.

Image caption فیلیپین کې نژدې ۱۰ میلیون مسلمان وګړي اوسېږي، چې په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې مسلمانو سوداګرو هلته په تدریجي ډول اسلام خپور کړ.

ابو سیاف ډله په ۲۰۰۴ کال په یوې مسافر وړونکې بېړۍ کې د بمونو الوځولو پړه ګڼل کېږي، چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب