نوې کېدونکې انرژۍ لپاره پانګه اچوونه

د انځور حقوق PA

يوه څېړنه ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې نوې کېدونکې انرژۍ لپاره نړېواله پانګه اچونه په بېسارې توګه ۲۸۵،۹ ميلیارډو ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کې دا رقم ۲۷۸،۵ ملیارډه ډالره وه.

دا څېړنه ښيي چې د نوې کېدونکې انرژۍ لپاره پانګه اچونه د پرمخ تللو هېوادو په پرتله مخ په ودې هېوادوکې ډېره وه.

خو دغه څېړنه دا خبرداری هم ورکوي چې د اقلیم د خطرناکه بدلون د مخنیوي لپاره باید ډېر نورکارونه هم ترسره شي.

د اقلیم او نوې کېدونکې انرژۍ د تمویل په اړه فرانکفورټ کې د همکارۍ مرکز او د بلومبرګ د نوې انرژۍ د تمویل اداره په خپلو ارزونو کې وايی چې مخ پر ودې هېوادونو د پایښت لرونکې انرژۍ په څانګه کې ۱۵۶میلیارده ډالره پانګه اچولې، په داسې حال کې چې پرمختللو هېوادونو ۱۳۰ ميلیارډه ډالره پانګه اچولې ده.

رپوټ وايي چې: "د دې پانګې یوه زیاته برخه چین اچولې چې ۱۰۲،۹ ملیارډه ډالره کېږي، چې د ټولې نړیوالې پانګې اچونې ۳۶سلنه جوړوي."

خو نورو مخ پر ودې هېوادونو هم په کې ونډه اخیستې، د لسو لوړو پانګه اچونکوپه کتار کې ۶ يې مخ پر ودې هېوادونه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکې مون وویل د دې رپوټ موندنو دا باور پیاوړی کړی چې په نړۍ کې د کاربن د کچې ټیټول شونی دی.

ښاغلي بانکي مون لیکلي: "موږ د پاکې انرژی د ودې یو نوي پړاو ته رسېدلي یوو چې کېدای شي د نړۍ د ټولو وګړو لپاره د راتلونکو زیاتو فرصتونو او پرمختګ لاره اواره کړي."

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې د اقلیم د خطرناکه بدلون د مخنیوي لپاره باید "په فوري توګه د فوسیلي سون توکو له کا رولو څخه ځان لیرې وساتو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اقلیم په اړه د پاریس په خبرو کې، هېوادونو ومنله چې د ۲۱مې پېړۍ تر پایه پورې نړیوال اقتصاد کې د کاربوني سون توکو کارول پای ته ورسوي

د چاپېریال لپاره د ملګرو ملتونو د مالي نوښت ادارې کارکوونکي ایریک اشر چې د ارزونۍ د رپوټ له لیکونکو څخه دی وایی چې دا موندنې په عمومي توګه مثبتې دي او یو ډول بدلون ښيي.

هغه وايي: "د پایښت لرونکې انرژۍ لپاره پانګه اچونه ډېره شوې ده او یوجغرافیايی بدلون ښيي، لومړی ځل دی چې مخ پر ودې هېوادونو د پرمختللوهېوادونو په پرتله ډېره پانګه اچولې. "

خو هغه وايی چې په ځینو برخو کې لا تراوسه پورې اندېښنې شته دي.

هغه بي بي سي ته وویل: "تراوسه پورې ډېرشیان نامعلومه دي په تېره بیا اروپا کې، تر یوې اندازې په تګلارو کې پر شاتګونه شوي یا د پایښت لرونکو صنایعو ملاتړ کم شو دی،" د رپوټ یو بل لیکونکي، پروفیسر موسلنر وویل د دې پانګه اچونو د زیاتېدو سره سره تراوسه پورې فوسیلي سون توکي ډېر کارول کېږي، او په نړیواله کچه د پایښت لرونکو زیرمو کارول ۱۰ سلنې ته رسېږي.

هغه بي بي سي ته وویل: "دا ښيي چې موږ تراوسه له داسې یو سیستم نه ډېر لیرې یوو چې د پایښت لرونکو توکو پر بنسټ ولاړ وي."

د بلومبرګ د نوې انرژۍ د تمویل ادارې مسول مدیر او د رپوټ سرلیکونکی انګس مک کرون وايي سره د دې چې په دې وروستیو کې د نړیوالو تیلو بيې لویدلې دي، د پایښت لرونکو زیرمو څخه د بریښنا انرژۍ ترلاسه کول هم ډېرکم شوي دي، او د نورو عواملو له امله هم دا صنعت د پانګو اچوونکولپاره په زړه پورې شوي دی.

هغه وویل: "د پایښت لرونکې انرژۍ د صنعت یو ښه والی دا دی چې ډېر ژر جوړېدای شي."

"د بېلګې په توګه که په افریقا یا جنوبي امریکا کې د انرژۍ تږی یو نوی بازار وي، تاسو کولای شئ په ۶-۹ میاشتو کې د باد د انرژۍ یو فارم جوړ کړئ، یا په ۳-۶ میاشتوکې د د لمرد انرژۍ وسایل نصب کړئ."

"خو که غواړئ چې د سکرو د انرژۍ یوه بټۍ جوړه کړئ، ۳-۴ کاله وخت غواړي. د اټومۍ انرژۍ بټۍ جوړول تر دې هم ډېر وخت غواړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اقلیم د خطرناکه بدلون د مخنیوې لپاره، باید د ترانسپورټ او کرنې په ګډون ټولې څانګې- د کاربني سون توکو کارول کم کړي

سره د دې چې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید لپاره بېسارې پانګه اچونه شوې ده، هر کله چې د سکرو یا غازو څخه د انرژۍ د تولید لپاره کارخانې جوړېږي، په دې معنا دي چې د ډېرې مودې لپاره پاتې کېږي او د لسګونو کلونو لپاره په زیاته کچه کاربني توکې سوزوي.

پروفیسر موسلنر وايی دا ستونزه به د لسګونو کلونو لپاره پاتې وي. هغه وايي: "که په ريښتیا غواړئ چې د کاربني توکو کارول کم شي، کافي نه ده چې یواځې د نوې کېدونکو توکو کارول زیات کړئ- بلکې باید په یو پړاو کې د سکرو او غازو د انرژۍ کارخانې بندې شي."

"دا داسې یو چلېنج دی چې تګلارې جوړونکي هم باید په کې رول ولوبوي."

د اقلیم په اړه پاریس کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ سرمشریزې غونډې کې، هېوادونو ومنله چې د ۲۱مې پېړۍ تر پایه پورې به د کاربني توکو کارول صفر ته را ټیټ کړي.

تراوسه پورې، له نوې کېدونکو زیرمو څخه د انرژۍ د تولید له امله، اتموسفیر کې د تخمینا ۱،۵ ګیګا ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخنیوی شوی دی.

خو د اقلیم په اړه د پاریس په خبرو کې د یونپ موسسې لخوا خپرې شوې یوه ارزونې کې ویل شوي چې اوسنۍ هڅې د اقلیم د خطرناکه بدلون مخنیوی نشي کولای.

دا رپوټ وايی د دې لپاره چې هرکال د نړۍ د هوا تودوخه د سانتي ګراډ ۲ درجو ته محدوده پاتې شي، باید هر کال د کاربن ډای اکسایډ تولید ۱۰ ګیګا ټنه کم کړل شي.

ښاغلی اشر وايي: " د پایښت لرونکې انرژۍ په اړه موږ لیدلي چې د لږ کاربن درلودونکو لومړيو صنایعو دومره وده کړې ده چې اوس تګلارې جوړونکي لیدلای شي چې دا د حل د لارې یوه مهمه برخه ده."

"آیا دا کافي ده؟ واضح ده چې نه. نو ځکه باید د پایښت لرونکې انرژۍ کارول لا زیات کړل شي او ورسره باید د ترانسپورټ ، کرنې او نورو څانګو انرژۍ اغېزمنه کړل شي."

ښاغلي اشر وویل د پېړۍ تر پایه پورې له نړيوال اقتصاد څخه د کاربن لیرې کول دومره ستر کار دی چې باید د اقتصاد هره څانګه يې په هڅو کې ګډون وکړي.