د ټیلېفون اپ 'درملنې سره مرسته کوي'

Image caption د هند د اندراپرادېش ایالت د ګودا واري په کلیواله سیمه کې د ټیلیفون دا اپ ازمویل کېږي

د نړۍ په میلیونونو خلک د ژوند په یو پړاو کې په عامو روحي ناروغیو لکه ډپرېشن یا ژور خپګان، روحي فشار او د ځان وژنې تمایلاتو باندې اخته کېږي. حتی په ډېرو پرمختللیو هېوادو کې کېدای شي په ځینو حالاتو کې دا روغتیايي ستونزې بې علاجه پاتې شي او یا اصلاً ونه پېژندل شي.

په اصطلاح ''د درملنې دا نیمګړتیا'- چې خلک د اړتیا وړ درملنه یا علاج نه ترلاسه کوي- په تېره بیا په هند کې ډېره ده.

هلته په ځینو کلیوالو سیمو کې معمولاً د ۳۰،۰۰۰ خلکولپاره یوازې یو ډاکټر شته. ډاکټرانو هم تل د روحي ناروغیو د علاج په برخه کې لوړې زده کړې نه وې کړي او سره ددې چې تر یوه حده د روحي ناروغیو په برخه کې روزل شوي وي خو تل په دې باندې نه پوهېږي چې ددغو ناروغیو درملنه په څه ډول وکړي.

خو په اندراپرادېش کې یوه پروژه هڅه کوي د ډاکټرانو د شمېر د زیاتولو پرځای د موجودو روغتیايي زېرمو په مرسته د ګرځنده ټیلیفون د اپ له لارې هغه کسان چې د روحي ناروغیوله ګواښ سره مخامخ دي، له وړاندې نه وپېژني.

د سمارټ (SMARTmh) په نامه دا سیستم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو یا رسمي روغتیا پالانو څخه کار اخلي چې د ګوداواري د سیمې په کلیو کې خلک معاینه کړي.

روغتیا پالان روزل شوي حکومتي روغتیايي کارکوونکي دي چې په خپلو ټولنو کې خلکوته د روغتیا ساتنې په هکله روزنه او د اړتیا وړ معلومات ورکوي. د هغوی اصلي دنده دا ده چې د مېندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې د حکومتي پراګرامونو ملاتړ وکړي، او هم د لومړنیو طبي مرستو او پاکي صفايي په برخه کې خپلو خلکو سره مرسته وکړي.

خو د هندوستان د نړېوالې روغتیا د جورج د انسټیټوټ څېړونکو هغوی ته یوه بله دنده هم سپارلې- چې په کلیو کې د روحي روغتیا په برخه کې له خلکو یولړ پوښتنې وکړي.

ددې ډلې یو کارکوونکي، سیدهارډا دیواراپالي وویل: ''خلک خپل محلي روغتیايي کارکوونکي پېژني، سره له دې چې د روحي روغتیا مسلو یادول شرم بلل کېږي، خو خلک له دغو کارکوونکو سره خپلې مسلې شریکوي''.

Image caption د سمارټ اپ په مرسته په جنوري کې اسراییلو پنډم تشخیص شو چې د ډپرېشن یا ژورخپګان ناروغي لري

روغتیايي کارکوونکي له هغو پوښتنپاڼو کار اخلي چې د نړۍ روغتیا سازمان جوړې کړې دي. د پوښتنو ځوابونه د موبایل یا ګرځنده ټیلیفون په اپ کې لیکل کېږي چې د هغو له مخې یوه نتیجه راوځي او معلومېږي چې دا شخص باید ډاکټر ته واستول شي که نه.

ډاکټران بیا د ناروغۍ د تشخیص یا پېژندنې لپاره د یوبل اپ څخه کاراخلي، او د درملنې پلان جوړوي. روغتیاپالان له روغتون څخه د کتنې په وخت کې ناروغان څاري او که اړتیاوي ورسره مرسته کوي چې خپل داروګان په ټاکلي وخت واخلي.

د جورج انسټیټوټ د ګوداواري سیمې د لوېدیځې برخې په ۴۲ کلیو کې ۲۲،۰۰۰ خلک معاینه کړي دي. د سمارټ سیستم موندلې چې ۵ سلنه خلکو په روغتون کې درملنې ته اړتیا درلوده.

په تېر وخت کې تقریباً د دغو ټولو ناروغانو د ناروغیو پېژندنه او تشخیص نه و شوی.

د جورج انسټیټوټ کارکوونکي، کنان کرېشناسوامي وویل: 'دا تش په ټکنالوژۍ کې یو نوښت نه دی، دا [په روغتیايي] بهیر کې یو نوښت دی''.

دغه سیستم د ناروغانو لکه اسراییلو پندم ژوند ژغورلی. هغه کله کله احساس کاوه چې ژوند ېې نور وړاندې نه شي تلای.

اسراییلو پنډم وايي: ''زه روحاً ډېر پرېشانه وم،خوب مې نه درلود، اشتها مې نه وه. ناکراره او بې ثباته وم. احساس مې کاوه چې باید له دې نړۍ لاړ شم.’’

اسراییلو د لوېدیځې ګوداواري په یوه وړوکي کلي کې ژوند کوي. سره له دې چې د دوو کلونو په ترڅ کې ډاکټر ته تللی و، خو درملنې ورته ګټه نه وه کړې او د ناروغۍ نښې له منځه نه وې تللې.

Image caption اپ له یوې پوښتنپاڼې کار اخلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا جوړه شوې ده

څو میاشتې مخکې یو روغتیاپال د هغه کور ته ورغلی و او ورڅخه يې ځینې پوښتنې کړې وې. وروسته د سمارټ سیستم له لارې یو ډاکټر ته لېږل شوی و او څرګنده شوې وه چې د ژور خپګان ناروغۍ لري.

اسراییلو وايي: ''ماته روغتیايي مشورې او ډاډینه راکړل شوه او دې کار ډیر وهڅولم. پرځان مې باور پیداکړ''.

په هندوستان کې له سلو کسانو څخه چې د روحي روغتیا پالنې ته اړتیا لري، یوازې ۲۵ يې ترلاسه کوي. ددې نیمګړتیا لپاره ډېر سببونه شته دي لکه د معلوماتو کموالی او د روحي روغتیا د روزل شویو مسلکي کسانو نشتوالی. ناوړي ټولنیز باورونه او دا چې خلک د روحي ستونزو په اړه غږېدل شرم بولي هم په دې کې رول لوبوي.

دیواراپالي وویل: ''په دې سیمو کې د عامو روحي ستونزو تشخیص او پېژندنه نه کېده. دا ستونزې حتی د روغتیايي ستونزو په توګه نه ګڼل کېدې. زیاترو خلکو فکر کاوه چې دا به د غېر طبیعي ځواکونو او پېریانو کار وي.''

دیواراپالي وايي دا ډول باورونه، ناروغان نه پرېږدي چې روغتیايي کارکونکو ته ورشي یا درملنه ولټوي.

پلان دا دی چې دا سیستم پراخ کړل شي او هغو ناروغیو لپاره هم ورڅخه کار واخیستل شي چې علاج ېې آسانه دی، لکه د وینې فشار او د شکرې ناروغۍ.

څېړونکي هیله لري چې بالاخره به یو ګرځنده روغتیايي سیستم جوړ شي چې په کلیوالو سیمو کې به ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي چې د راز راز ناروغیو تشخیص او درملنه وکړي.

هیله ده چې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو او د محلي روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې، یوه ورځ د هند د لیرې پرتو سیمو او حتی د ټولې نړۍ د خلکو روغتیا کې ښه والی راوستل شي.